د افغان جګړې په اړه مستند فلم ستره جایزه وګټله

ډن فنګ ډینیس
Image caption د فلم جوړوونکي ډن فنګ ډینیس په فسټيوال کې وویل دا فلم د جګړې د ریښتنې څېرې په اړه دی چې موږ یې په اړه فکر کوو.

د 'سن ډانس 'Sundance په نامه د فلمونو فسټیوال هرکال د امریکا په اوتاه ایالت کې جوړېږي .

په دې فیسټيوال کې آزاد فلم جوړوونکي خپل فلمونه نندارې ته وړاندې کوي .

زیاتره هغه فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي چې ډراماتیک یا مستند وي .

دواړه اوږده او لنډ فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي او جایز اخلي .

د فلمونو دا فسټيوال له ۱۹۷۸میلادي کال راهیسې هرکال د جنورۍ په وروستیو کې جوړېږي .

سږکال په دې فسټيوال کې چې داسي یوه مستند فلم هم جایزه ګټلې ده چې په افغانستان کې د جګړې په کرشه کې د عسکرو ژوند بیانوي .

دې مستند فلم چې دوزخ او ترې بیرته راتګ نومېږي د مستندو فلمونو او فلمبردارې یا فلم اخیستو په برخه کې جایزه ګټلې ده.

د فلم جوړوونکي ډن فنګ ډینیس په فسټيوال کې وویل دا فلم د جګړې د ریښتنې څېرې په اړه دی چې موږ یې په اړه فکر کوو.

دا د هغو عسکر په ویاړ جوړ شوی چې د جګړې له ډګره بېرته نه دي راغلي .

ورته مطالب