پېښور کې ځانمرګی برید څلور پولیس ووژل

پېښور
Image caption برید د پولیسو د ګزمې په ګاډي شوی دی .

د پښتونخوا پېښور کې يوه ځانمرګي برید د یوه جګپوړي امنيتي مسؤول په ګډون درې پولیس وژلي دي .

د پېښور د پولیسو مشر لیاقت علي خان ویلي د برید موخه د پېښور د پولیسو یو جګپوړی مشر رشید خان و .

په برید کې درې پولیس وژل شوي او ګڼ ولسي وګړي ټپيان دي .

رپوټونه وايي برید د پولیسو د ګزمې پرمهال د هغوی پر ګاډی شوی دی .

یوه پاکستاني چارواکي سراج احمد ویلي:''ځانمرګی برید کونکی پلی روان و، او د پولیسو ګاډي ته له نژدې کېدو سره یې ځان وچووه .''

تر دې مهاله د برید پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې .

د روانې میاشتې په لومړیو کې دې ته ورته یو بل برید هم د پېښور په یوه ښوونځي کې وشو، چې یو تن یې وواژه او ۱۱ نور یې ټپیان کړي ول .

ورته مطالب