ولسمشر مبارک وايي راتلونکو ټاکنو کې ځان نه کانديدوي

حسنی مبارک د انځور حقوق Getty
Image caption ولسمشر حسنی مبارک وايي دی به د ولسمشرۍ اوسنی پړاو پای ته رسوي، او د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو کې به ځان نه کانديدوي.

د مصر ولسمشر حسنی مبارک اعلان وکړ چې دی به د ولسمشرۍ اوسنی پړاو پای ته رسوي، او د ولسمشرۍ ټاکنو کې چې په راتلونکي سپتمبر کې ترسره کېږي، ځان نه کانديدوي.

ښاغلي مبارک دغه اعلان مصري ولس ته په خپله وينا کې وکړ چې په اساسي قانون کې يې د سمونې ژمنې هم په کې وکړې.

ښاغلي مبارک د خپلې وينا په پيل کې اوسنی وخت سختې شېبې وبللې چې هېواد يې په کې د ده په وينا له سختو ازموينو تېرېږي.

ولسمشر مبارک وويل هېڅکله د واک او څوکۍ غوښتونکی نه و، او اوس په سوله ييز ډول د واګو لېږدولو لپاره کار کوي:

((زه په روښانه ټکيو کې وايم، زه به د هغو واکونو له مخې چې ماته اساسي قانون راکړي، د خپلې مشرۍ د اوسني پړاو پاتې مياشتې کار کوم چې په سوله ييز ډول د واګو لېږدولو په موخه تدبيرونه او ګامونه پورته شي))

ولسمشر مبارک په خپلو خبرو کې د مصر له پارلمان غوښتنه وکړه د اساسي قانون هغو مادو کې بدلون راولي چې له ټاکنو سره تړاو لري، چې له مخې يې د کانديدۍ حالت او هم د ولسمشرۍ پړاوونه ټاکل کېږي.

په دې اړه راپور دلته اورېدی شیء:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ده وويل په پاتې مياشتو کې يې تر ټولو لومړۍ مسوليت دا دی چې په هېواد کې امنيت او کراري پر ځای کړي، چې له مخې يې په سوله ييز ډول د واګو لېږدونه وشي.

((اوس زما لومړی مسوليت د هېواد ثبات او امنيت پر ځای کول دي چې په يو داسې چاپېريال کې د واګو لېږدونه وشي چې مصر او مصريان په کې خوندي وي، او هر هغه چا ته د واک لېږدونه برابره کړي چې ولس يې د ولسمشرۍ په راتلونکيو ټاکنو کې غوره کوي ))

ولسمشر مبارک زياته کړه، دی خپل دريځ اوسني حالته له کتو پرته څرګندوي، او له وړاندې يې د ولسمشرۍ ټاکنو کې د کانديدۍ نيت نه درلود.

((زه په خورا ريښتيني ډول، او اوسني حالت ته له کتو پرته وايم چې ما د ولسمشرۍ بلې دورې ته د نوماندۍ نيت نه درلود.

ما د مصر او د مصريانو په خدمت پوره عمر تېر کړی دی، خو اوس ما خپل ټول پام پر دې راغونډ کړی چې خپل کار د وطن لپاره پای ته ورسوم، په داسې حال کې چې مصر سرلوړی، په امنيت او کرارۍ کې وي د امانت او مشرۍ سپارنې ضمانت وکړي او هم قانونيت په خوندي او اساسي قانون ته په کې درناوی وي.))

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امريکا ولسمشر باراک اوباما وويل بدلون بايد راشي او دا د هېڅ هېواد رول نه دی چې د مصر مشران بدل کړي.

د ښاغلي مبارک له دغې وينا وروسته په لومړي غبرګون کې د امريکا ولسمشر باراک اوباما وويل بدلون بايد راشي. ښاغلي اوباما وويل دا د هېڅ هېواد رول نه دی چې د مصر مشران بدل کړي، خو بدلون بايد اوس پيل شي:

((دا د هېڅ بل هېواد رول نه دی چې د مصر مشران وټاکي، يوازې د مصر خلک دا کار کولی شي. څه چې روښانه دي او څه چې ما يې نن شپه ولسمشر مبارک ته يادونه وکړه زما دا باور دی چې واک لېږدونې يو منظم بهير بايد په پام کې وي، بايد سوله ييز وي، او بايد اوس پيل شي))

د مصر ولسمشر حسني مبارک په داسې وخت کې اعلان کړی چې سه شنبې يا درېنۍ هم پر پلازمېنه قاهره سربېره د مصر يو شمېر نور ښارونه د سترو لاريونونو ليدونکي وو.

د قاهري په زړه کې د تحرير ميدان له سل ګونو زرو احتجاج کوونکيو ډک و، او د ولسمشر مبارک د لرې کېدو شعارونه يې ورکول.

په اسکندريه کې د ولسمشر مبارک د پلويانو او د ده پر ضد مظاهره چيانو ترمنځ د نښتو راپورنه ورکړل شوي، چې پوځ يې تيتولو لپاره هوايي ډزې کړې دي.

د انځور حقوق AP
Image caption د قاهري په زړه کې د تحرير ميدان له سل ګونو زرو احتجاج کوونکيو ډک و، او د ولسمشر مبارک د لرې کېدو شعارونه يې ورکول.

په همدې ترڅ کې د راپورونه وايي چې د ولسمشر حسني مبارک پلويانو هڅه کوله د تحرير ميدان ته ځانونه ورسوي، خو د مصر پوځ يې د ورتلو مخنيوی کړی چې د ولسمشر مبارک له مخالفانو سره نښتې ونه شي.

په تحرير ميدان کې بيا لاريون کوونکيو خنډونه درولي او د وسلو پلټنې تدبيرونه يې سخت کړي، له هرچا د پېژندپاڼه پوښتنه کوي. دغه ګام وروسته له هغه اخيستل شوی چې د ولسمشر مبارک شاوخوا دوره زره پلويانو له تحرير ميدان سره نژدې د ټلوېزيون له ودانۍ سره مظاهره وکړه.

ورته مطالب