د مصر پېښو د منځنۍ اسيا هېوادونه اندېښمن کړي

نور سلطان نظربايف
Image caption نور سلطان نظربايف ته د يوه ټولواکي مشر په سترګه کتل کېږي چې په هېڅ ډول نه غواړي له واکه لېري شي.

د ولسمشر نظربايف يوه جګپوړي سلاکار ويلي د مصر او قزاقستان ترمنځ هر ډول ورته والۍ په بشپړ ډول لرې ګڼل کېږي، او که مخالفان داسې ګومان کوي نو په يوه خيالي نړۍ کې ژوند کوي.

ده وويل د مصر څه د پاسه نيم وګړي د ورځې په دوه ډالرو ژوند کوي، په داسې حال کې چې قزاقستان په بازار کې له برياليو اصلاحاتو وروسته خورا شتمن شوی دی.

نور سلطان نظربايف د پخواني شوروي اتحاد له نړېدو راهيسې د قزاقستان ولسمشر دی.

ګوتنيونکي يې پرې تور لګوي چې پر واګو يې وسپنيزې منګولې لګولې او خپل مخالفين او د رسنيو ازادي ځپي.

په ګاونډي اوزبکستان کې د بشري حقونو يوې ډلې بي بي سي ته ويلي چې پر ټلوېزيون باندې د مصر د پېښو خپرېدا کنټرول او محدوده شوې ده.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له ۱۹۹۴ کال راهيسې په واک کې دی او ګوتنيوکي يې وايي خپلوان پالنه او فساد په پراخه کچه خپور دی.

د تاجکستان د اسلامي نهضت ګوند مشر په يوه مرکه کې ويلي په عربي نړۍ کې خلک له خپلو واکمنو نظامونو ستړي شوي چې يو کس يا يوه ډله په کې په بې پايه او نه کنټرولېدونکي ډول د دولت واکمني کوي.

په ازربايجان کې چې ولسمشري يې د نژدې دوو لسيزو په اوږدو کې د عليېف له کورنۍ سره ده، د داسې نظرونو په يوه خوا کولو کې ګړندی و چې په مصر يا تونس کې دې پېښې د دوی پر سياسي چارو اغېزه وکړي.

خو بيا هم دا واقعيت چې داسې اعلاميې ورکول کېږي، لږترلږه د دې څرګندونه کوي چې د دغو هېوادونو مشران اندېښمن دي.