مبارک: ډارېږم که واک پرېږدم ګډوډي به جوړه شي

تحرير ميدان د انځور حقوق AFP
Image caption په لس ګونو زره مظاهره چيان لا تر اوسه د قاهرې په زړه تحرير ميدان کې پاتې دی.

د مصر پلازمېنې قاهرې په زړه تحرير ميدان کې مظاهره چيان لا اسو هم پاتې دي. ځينې يې د حکومت له پلويانو سره د منډو ترړو شخړو کې ښکېل شوي، چې پر دوی يې بريد کاوه.

د پوځ سرتېريو بيا دواړه خواووې سره بېلې کړې. د مصر لومړی وزير احمد شفيق په قاهره کې د مخکينيو مرګونو نښتو په اړه په يوه بې سابقې ګام کې بښنه وغوښته او د پلټڼې ژمنه يې وکړه.

په همدې مهال د مصر ولسمشر حسني مبارک له څه د پاسه يوې اوونۍ راهيسې، کله چې دغه مظاهرې پيل شوې، په خپله لومړۍ مرکه د امريکا "ABC" ټلوزيون ته ويلي دی غواړي همدا اوس دنده پرېږدي، خو که داسې وکړي وېرېږي ګډوډي به رامنځته شي.

ده وويل که يې د خپلې ولسمشرۍ اوسني پړاو له پای مخکې دنده پرېښوده، اخوان المسلمين ډله به واګو ته ورسېږي.

ده بيا د دې پخلی وکړ چې د ولسمشرۍ لپاره به ځان نه کانديدوي او نه به يې هم زوی جمال مبارک ځای ناستی وي.

ولسمشر مبارک وويل امريکايي سيال يې باراک اوباما ترې داسې غوښتنه نه ده کړې چې سمدلاسه دې دنده پرېږدي.

په همدې مهال امريکا، بريتانيا، فرانسې، جرمني، ايټاليا او اسپانيا د هغه څه غندنه کړې چې دوی د خبريالانو پر ضد د نه منلو وړ وېروونکي ګامونه بللي دي.

په لسګون بهرني خبريالان چې په مصر کې د مظاهرو پېښې پوښي، نيول شوي، وهل شوي، يا يې وسايل ترې اخيستل شوي دي.

نن جمعه هم په مصر کې د لاريونونو او تاوتريخوالي اټکل شوی دی.

د انځور حقوق ABC
Image caption ولسمشر حسني مبارک د امريکا (ABC) ټلوزيون ته ويلي دی غواړي همدا اوس دنده پرېږدي، خو له ګډوډۍ وېرېږي.

په قاهره کې د بي بي سي خبريال (جېرېمي بوېن) وايي په تحرير ميدان کې د نښتو او تاوتريخوالي حالت او هم له څوکۍ نه د يو داسې مشر لرې کولو هڅې لا روانې دي چې تر ډېر نژدې وخت پورې پر خپله دنده ډېر خوندي ښکارېده.

په تحرير ميدان کې خلک اوس په دې وياړي چې چارې يې په ولکه کې دي. د داسې نندارې کتنه چې مصريان دا کار کوي، د منځني ختيځ په لروبر کې د عربانو لپاره يو ويښوونکی احساس دی.

په عربي نړۍ کې د کلونو واکمنۍ چې بڼه يې تر ډېرې يا کمې کچې زورواکي وه، يو داسې چاپېريال رامنځته کړی و چې د سياست په اړه په کې د ګواښنې يا هم بې پروايي حالت خپور و.

تر سږني کال پورې څو لسيزې کېدې، چې عرب واکمن پر خپلو خلکو په کنټرول او منګولو ټينګولو خوښ ښکارېدل.

دوی د خلکو کنټرولولو لپاره د وېرونې، پاملرنې او قبيلوي سياست يوې ګډولې نه کار اخيست. خو اوس دوی ډېر اندېښمن دي.

د نړۍ په دې برخه کې اوس د ازادۍ په اړه خورا ډېرې خبرې کېږي.

په داسې وخت کې چې په قاهره کې مظاهره چيان د حکومت پلوه ډلو سره لاس او ګرېوان وو، په الجزاير کې ولسمشر په خپل هېواد کې د بيړني حالت پای ته رسولو اعلان وکړ، چې له ۱۹ کلونو پلی کېده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تر سږني کال پورې څو لسيزې کېدې، چې عرب واکمن د خپلو خلکو په کنټرول خوښ ښکارېدل.

په يمن کې هم لا سترې مظاهرې کېږي چې خلک په کې د اصلاحاتو غوښتنې کوي.

د يمن ولسمشر علي عبد الله صالح له ۱۹۷۸ کال راهيسې په واک کې دی، او له وړاندې يې ويلي چې د خپلې مودې له پای سره دنده پرېږدي.

په الجزاير او يمن او نورو ځايونو کې پاڅون د خلکو ځواک ته د نوي درناوي څرګندونه کوي.

خو عرب مشران به دې ته هم لېواله وي چې وګوري ولسمشر مبارک راپورته شوو ننګونو ته څنګه ځواب وايي. دی اوس پرې راغلی فشار په شا ټېل وهي، او د خپلې دندې ساتلو لپاره مبارزه کوي.

ورته مطالب