د فبروري څلورمه، د تاريخ په پاڼو کې

ياسر عرفات

1783: په ايټاليا کې د سختې زلزلې له امله 50000 کسان ووژل شول.

1797 : په اکوادور کې يوې سختې زلزلې د 41000 زرو کسانو ژوند واخيست.

1847 : د امريکا په مريلنډ کې د تيليګراف لومړنۍ کرښه فعاله شوه.

1899 : د امريکاييانو د يرغل پر وړاندې پاڅون وشو.

1920 : له لندنه سويلي افريقا ته لومړنۍ الوتنه وشوه.

1926 : د اتريش لومړي وزير سېپل له جرمني سره د يوځای کېدو غوښتنه وکړه.

1932 : جاپاني پوځيانو د چين د هاربين ښار ونيو.

1938 : هېټلر د جرمني د پوځ واک ترلاسه کړ او نازيان يې په کليدي پوستونو وګمارل.

1941 : بريتانيايي ټانکونو د ليبيا د ماوس ښار ونيو.

1945 : چرچل او ستالين په يالتا کې سره وليدل.

1948: سريلانکا په رسمي توګه له بريتانياڅخه د خپلواکۍ اعلان وکړ.

1959: اسراييلو د مسو لرونکو ډبرو صادرول پيل کړل.

1969: ياسر عرفات د فلسطين د ازادۍ غوښتونکي غورځنګ مشر شو.

1976: په ګواتيملا او هندوراس کې 7،5 درجې سخته زلزله وشوه چې شاوخوا ۲۳۰۰۰ کسان يې ووژل.