د خوراک نړيوال سازمان:د خوراکي توکو بيې بېساري لوړې شوې

د خوراک نړيوال سازمان
Image caption د خوراک نړيوال سازمان وايي په بېلا بېلو هېوادونو کې د چاپېريال بدلونونو، سېلاوونو او ځينو نورو طبعي پېښو د خوراکي توکو بيې لوړې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړيوال سازمان وايي په تېره جنوري مياشت کې د خوارکي توکو بيې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي.

هغه شمېرې چې دغه سازمان له تېرو شلو کلونو راهيسې ثبت کړي، ښيي ، چې د خوارکي توکو بيې تر بل هر وخت لوړې وې.

د کرنې او خوراک نړيوال سازمان د عمده خوراکي توکو لکه بورې، غوښې او غلو دانو بيې څېړلي او وايي چې په جنورۍ مياشت کې ددغو موادو بيې آن د ۲۰۰۸ کال له لوړو بيو هم ورپورته شوي دي.

ولې د خوراکي توکو بيې لوړې شوي؟

اصلي لامل يې په ۲۰۱۰ کال کې د هوا د حالاتو بدلون په ګوته کېږي.

په ۲۰۱۰ کال کې په ځينو هغو هېوادونو کې چې ډېر خوراکي توکي صادروي د خرابو اقليمي حالاتو له امله د کروندګرو محصولاتو ته سخت زيانونه واوښتل.

په کاناډا او پاکستان کې د سېلاوونو راوتلو د غنمو کروندې او په استراليا کې يې د ګنيو پټي سخت زيانمن کړل.

پر دې سربېره تېر دوبی په روسيه کې وچکالۍ او د غلو دانو د فصلونو سوځېدل ددې لامل شول چې دغه هېواد بهر ته خپل صادرات بند کړي.

FAO يا د کرنې او خوراک نړيوال سازمان وايي د دغو ټولو موضوعاتو له امله په تېر کال کې د توکو بيې شل په سلو کې لوړې شوې.

خو بيا هم په ۲۰۱۰ کال د توکو بيې د ۲۰۰۸ کال په پرتله ټيټې وې.

د خوراک د نړيوال سازمان يوه چارواکي وړاندوينه کړې ښايي په روان کال کې د خوراکي توکو بيې نورې هم لوړې شي.

ايا د ټولو خوراکي توکو بيې لوړې دي؟

په ټولو هېوادونو کې خبره يو شان نه ده، د بېلګې په توګه د ايف اې او هغه راپور چې دوه اونۍ وړاندې يې خپور کړی وايي د وريجو بيې چې په زياتره اسيايي هېوادونو کې د خوراک عمده توکی دی د نورو خوراکي توکو په څېر نه دي لوړې شوې.

خو بله خوا په هغو هېوادونو کې چې پر زيانمن شويو هېوادونو دومره تکيه نه لري هم د خوارکي توکو بيې بېل شان دي.

د بېلګې په توګه د افريقا په ختيځ کې چې جوار عمده خوراکي توکی بلل کېږي، د زياتو حاصلاتو له کبله يې بيې پېنځوس په سلو کې رالوېدلې دي.

دغه راز په مرکزي امريکا کې د اورښتونو د کمښت له امله د سرې لوبيا بيه درې برابره لوړه شوې ده.

دلالان

خو د بيو په لوړوېدو کې دلالان هم تر ډېره رول لري.

د خوراک نړيوال سازمان وايي که څه هم د خوراکي توکو دلالان د حالاتو د خرابېدو لامل شوي خو د توکو د بېو د لوړېدو ټول پړه بايد پر دوی ور وانه اچول شي.