مبارک د خپل ګوند ځينې جګپوړي غړي له دندو ګوښه کړل

اخوان المسلمین د انځور حقوق Reuters (audio)
Image caption "اخوان المسلمين" ګوند له حکومت سره د خبرو وړاندیز کړی دی.

خپله په مصر کې بيا ولسمشر مبارک خپل کشرى زوى جمال او د واکمن ملي ديموکراتيک گوند ځينې نور لوړ پوړي کسان له دندو گوښه کړي دي .

تر دې وړاندې پر څلورو پخوانيو وزيرانو او ځينو نورو لوړ پوړو گوندي غړو بنديز لگېدلى و چې له هيواده د باندې نه شي تللى .

د بي بي سي د عربي چارو شنونکى مجدي عبدالهادي د دغو پېښو اهميت داسې شني .

داسې ښکاري ولسمشر مبارک د خپل حکومت د ژغورلو او د هغو غږونو د غلي کولو لپاره چې وايي سم لاسي دې دى له کاره گوښه شي ، دوه ډوله چلند خپل کړى دى .

يو دا چې د گوند هغه وزيران او غړي ليري کوي چې د ډېرو مصريانو په گومان د دۀ د اوږدې واکمنۍ په ترڅ کې د کرکې په سمبول يا نخښې بدل شوي دي .

په دوى کې حتى د دۀ کشرى زوى جمال هم راځي .

جمال د اقتصادي تگلارو د جوړولو په برخه کې مرکزي رول لوباوۀ . پر دغو تگلارو تور لگيدلى چې د شتمنو او بې وزلو ترمنځ په لوي شوي واټن کې يې ډيره ونډه لرلې ده .

د خلکو له خوښې خلاف دا گومان هم کېدۀ چې جمال د خپل پلار د ځاى ناستې په توگه روزل کېدۀ .

د ولسمشر د تگلارې دويم عنصر پر هيواد باندې د حکومت د منگولو ټينگول دي .

هغه پوليس چې د خلکو ترې کرکه کيږي او په سپينو جامو کې وي بيا په واټونو ښکاره شول او ديموکراسي پلوي فعالين ونيول شول .

دولتي رسنۍ د ملت پالي نظر راپارولو ته دوام ورکړ او لاريون کوونکى غورځنگ يې د بهرنيانو دسيسه وبلله .

د حکومت او حکومت مخالفو ترمنځ په روانو خبرو اترو کې يوې سرچينې راته وويل داسې ښکاره شواهد يې نه دي ليدلي چې ښاغلى مبارک دې د اساسي قانون او سياسي اصلاحاتو په برخه کې جدي وي .

بل خوا "اخوان المسلمين" ګوند له حکومت سره د خبرو وړاندیز کړی دی .

د مصر تلوېزیون ویلي، د حکومت مخالفې ډلې "اخوان المسلمين" په ملي خبرو اترو کې د ګډون وړاندیز کړی دی .

ورته مطالب