د فبرورۍ شپږمه، د تاریخ په پاڼو کې

۱۹۳۴-  د ترکيې په قانون کې په لومړي ځل ښځو ته د رای ورکولو حق ورکړل شو
Image caption ۱۹۳۴- د ترکيې په قانون کې په لومړي ځل ښځو ته د رای ورکولو حق ورکړل شو

۱۷۷۸- انګلستان له فرانسې سره جګړه اعلان کړه

۱۸۲۰- امريکا اعلان وکړ چې څه باندې ۱۸٪ خلک يې تورپوستي دي

۱۸۳۲- امريکايي بېړۍ د سوماترا يو کلی له دې امله وران کړ چې د سمندري غلو تور پرې لګېدلی و

۱۸۹۹- د هسپانيا او امريکا ترمنځ جګړه د سولې په تړون پای ته ورسېده

۱۹۰۴- د روسيې او جاپان ترمنځ جګړه ونښته

۱۹۱۱- کې يوې پراخې اور لګېدنې د استانبول يو ښار ګوټی په خپلو لمبو کې وسوځاوه

۱۹۲۲- امريکا، انګلستان، ايټاليا، فرانسې او جاپان د سمندري پوځونو د حد او اندازې په اړه تړون لاسليک کړ

۱۹۳۴- د ترکيې په قانون کې په لومړي ځل ښځو ته د رای ورکولو حق ورکړل شو

۱۹۴۱- برتانوي پوځيانو د ليبيا د بينګای سيمه ونيوه

۱۹۵۸- د انګلستان د مانچستر يونايټېډ فټبال ټيم اووه غړي په يوه هوايي پېښه کې مړه شول

۱۹۶۷- په البانيا کې فرهنګي انقلاب رامنځ ته شو

۱۹۶۷- محمد علي کلي د ۱۵ ځل لپاره د دروند وزن سوک وهونکي وياړ وګاټه

۱۹۷۹- د لاهور سترې محکمې د ذوالفقار علي بوټو د اعدام حکم وکړ

ورته مطالب