ایران دوه امریکايان د جاسوسۍ په تور محاکمه کوي

په ایران کې نیول شوي امریکايان د انځور حقوق AP
Image caption رویټرز خبري اژانس د مدافع وکیل مسعود شفیع له خولې ليکي، دا ځل به د دغو دواړو امریکايانو محاکمه کېدل ونه ځنډېږي .

په پام کې ده چې د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ شپږمه) ایران هغه دوه امریکايي وګړي محاکمه کړي، چې اتلس میاشتې وړاندې د جاسوسۍ او ایران ته په ناقانونه توګه د ننوتلو په تور نیول شوي ول .

شین بویر او جوش فتال د ۲۰۰۹ د جولای پر ۳۱مه د عراق پولې ته څېرمه له یوې بلې امریکايۍ ښځې ساره شورډ سره یو ځای ونیول شول.

په تېر سپتمبر کې آغلې شورد د ۵۰۰ زره ډالرو په ضمانت خوشې او امریکا ته ستنه شوه .

درېواړو تورنو ویلي ول چې د عراق شمال ته د غره ختلو لپاره تللي ول او په تېروتنه د ایران خاورې ته اوښتي ول .

ایران درېواړه د جاسوسۍ په تور ونیول، چې تر ډېره په ایران کې د جاسوسۍ سزا اعدام ده .

خو د دغو امریکايي وګړو مدافع وکیل ویلي پر موکلینو یې لګول شوي تورونه هېڅ بنسټ نه لري .

ساره شورد له خوشي کېدا او متحدو ایالتونو ته تر ستنېدا وروسته له ولسمشر بارک اوباما سره هم وکتل او د خپلو دوو بندي ملګرو د راخوشي کولو د هڅو ژمنه یې وکړه .

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د تېر ۲۰۱۰ په فبرورۍ کې ویلي ول چې ښايي پاتې دواړه امریکايي وګړي د هغو ایراني بندیانو په بدل کې خوشي شي، چې په وینا یې امریکا تښتولي دي .

رویټرز خبري اژانس د مدافع وکیل مسعود شفیع له خولې ليکي، دا ځل به د دغو دواړو امریکايانو محاکمه کېدل ونه ځنډېږي .

ورته مطالب