اوباما: مصر تر مظاهرو مخکې پېر ته نه شي ګرځېدای

بارک اوباما د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ولسمشر اوباما له 'فوکس نیوز' تلوېزیوني چینل سره په خبرو کې وویل، ولسمشر مبارک د هرې ورځې په حالاتو ښه خبر دی ، خو ښاره خبره ده چې مصري لاریون کوونکي د ازادو ټاکنو غوښتونکي دي .

د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ویلي مصر تر لاریونونو وړاندې پېر ته نه شي ورګرځېدلی، او اوس یې د بدلون وخت رارسېدلی دی .

په دې لړ کې د مصري حکومت او مخالفو ډلو ترمنځ خبرې هم پیل شوې دي .

ولسمشر اوباما له 'فوکس نیوز' تلوېزیوني چینل سره په خبرو کې وویل، ولسمشر مبارک د هرې ورځې په حالاتو ښه خبر دی ، خو ښکاره خبره ده چې مصري لاریوني د ازادو ټاکنو غوښتونکي دي .

امریکايي ولسمشر دا هم ویلي په دې باور دی چې د 'اخوان المسلمین' ډله چې په هېواد کې د حکومت له لویو مخالفو ګوندونو ګڼل کېږي، د مصر د زیاتره ولس ملاتړ نه لري .

لاریونونه او خبرې اترې

په داسې حال کې چې د قاهرې په 'تحریر میدان' کې لاهم لاریونونه دوام لري، د تېرې یکشنبې په ورځ د ګوندونو استازو او مخالفې ټلوالې مشرانو غونډه وکړه .

د 'اخوان المسلمین' ډلې وویل اوسنی نظام په خپل دريځ کې د پام وړ کوم بدلون نه دی راوستلی، چې په دې لړ کې د بېړنو حالاتو د قوانینو لغوه کېدل هم راځي .

خو حکومت وايي دا چې ټول هېواد ګډوډۍ په سر اخیستی، د اساسي قانون او په نورو قوانینو کې بدلون د اوس وخت کار نه دی .

بل خوا، له تېرو شاوخوا لسو ورځو راهیسې د مصر بانکي سیستم او د ونډو بازار په ټپ ولاړ و .

د 'اخوان المسلمین' ډلې یوه مشر محمد مرسي چې د یکشنبې د غونډې ګډونوال هم دی، وايي د ناستې پرېکړه د سیاسي اصلاحاتو لپاره کافي نه ده .

نوموړي يوې خبري ناستې ته وویل "موږ هم په تحریر میدان او هم خبرو اترو کې برخه اخلو ، چې د دواړو ترمنځ هېڅ ټکر نه شته ، موږ د لومړي ګام په توګه خبرو ته چمتو یو ، او د خلکو د غوښتنو پربنسټ د پام وړ بدلون غوښتونکي یو".

خو د حکومت ویاند مجدي راضي ویلي د موقت ولسمشر عمر سلیمان او د ټلوالې د ګوندونو د استازو ترمنځ د یکشنبې ناستې په اساسي قانون کې د بدلون رامنځ ته کېدا په موخه یوه جرګه ګۍ وټاکله، چې په څو میاشتو کې به خپل کار پیلوي .

راضي دا هم وویل د یوې قضايي جرګه ګۍ د جوړېدو هوکړه هم وشوه چې په لړ کې به یې ځينې سیاسي شخصیتونه په اساسي قانون کې د بدلون وړاندیزونه کوي.

د ناستې د پرېکړه لیک له مخې، د اساسي قانون ۷۶ او ۷۷ مادې باید بدلې شي .

خو عمر سلیمان بیا د ټلوالې غوښتنې رد کړې او دا کار یې د ولسمشر مبارک حق وبالۀ .

انتقالي پړاو

بل خوا د واکمن نظام مخالف او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس پخواني مشر محمد البرادعي د یکشنبې پر ناسته نیوکه وکړه او وویل چې دا ټول مطرح شوي مسایل لاهم روښانه نه دي .

البرادعي په خپلو خبرو کې د انتقالي مرحلې د رامنځ ته کېدا غوښتنه وکړه ، چې مشري به یې د مصر د اوسني پوځ د مشر په ګډون درې جګپوړي مشران کوي .

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي مون د جرمني په مونیخ غونډه کې وویل: "مصر د منځني ختيځ د امنیت په برخه کې مهم رول لوبولی دی . له دې کبله موږ اندېښمن یو، او غواړو چې د انتقالي پړاو چاره به په سوله ییز او منظ ډول ترسره شي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون بیا ویلي په مصر کې د انتقالي پړاو رامنځ ته کېدل د اسراییلو او فلسطينیانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره یو ضرورت هم کېدای شي .

ښاغلي مون د جرمني د مونیخ په غونډه کې وویل: "مصر د منځني ختيځ د امنیت په برخه کې مهم رول لوبولی دی . له دې کبله موږ اندېښمن یو، او غواړو چې د انتقالي پړاو چاره به په سوله ییز او منظم ډول ترسره شي."

همدارنګه برتانیا هم په مصر کې د ښکاره او شاملو بدلونونو د رامنځ ته کېدا غوښتنه کړې ده .

د برتانیا د باندینیو چارو وزیر ولیام هېګ بي بي سي ته وویل "موږ پر مصر د فشار د زیاتولو غوښتونکي یو چې په لړ کې یې په منظم او ښکاره ډول بدلونونه رامنځ ته شي".

ورته مطالب