هند او پاکستان د لوړې کچې خپلمنځي خبرې کوي

د هند او پاکستان بیرغونه
Image caption پاکستان وايي چې پر ممبۍ بریدونه د پاکستان له خاورې بهر پلان شوي ول، چې په لړ کې یې له برید کوونکو څخه یو تن محمد اجمل قصاب ونیول شو ‎.

د هند او پاکستان ترمنځ په بوتان کې د لومړي ځل لپاره د لوړې کچې خبرې روانې دي.

د هند د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې 'نیروپاما راو' له خپل پاکستاني 'سیال سلمان' بشير سره د 'سارک' سازمان د غونډې پر مهال وکتل .

له ۲۰۰۸ کال پر ممبۍ تر بریدونو وروسته دواړه هېوادنه د خپلمنځي اړیکو د ښه کولو په تړاو خبرو کې پاتې راغلي .

پر ممبۍ په برید کې د نهو برید کوونکو په ګډون ۱۷۴ کسان ووژل شول .

هند پر پاکستان تور لګوي چې ګني برید کوونکي له پاکستان مېشتې 'لشکر طیبه' اورپکې ډلې سره تړاو لري.

هند ځو ځلې له پاکستانه د بریدکوونکو د سپارلو غوښتنه کړې ده .

په بوتان کې د خبرو پرمهال تمه دا وه چې د هند او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ د مفصلو خبرو لپاره به نېټه وټاکل شي، خو هسې ونه شول، چې تمه یې کېده .

د هند د کورنیو چارو وزارت ویاند و'یشنا پراکاش' ویلي آغلې 'ر او' او ښاغلي بشير پر یو لړ مسایلو خبرې وکړې .

د بهرنیو چارو مرستیالو وزیرانو هوکړه وکړه چې په راتلونکې ناسته کې به پر یو لړ جنجالي مسایلو وغږېږي .

Image caption د بهرنیو چارو مرستیالو وزیرانو هوکړه وکړه چې په راتلونکې ناسته کې به پر یو لړ جنجالي مسایلو وغږېږي .

پاکستان وايي چې پر ممبۍ بریدونه د پاکستان له خاورې بهر پلان شوي ول، خو هند وايي چې له برید کوونکو یو ژوندی نیول شوی محمد اجمل قصاب د پاکستان وګړی دی .

په ۲۰۰۹ کال کې، پاکستان پر ممبۍ د بریدونو په تور ګڼ کسان ونیول، چې په دې ډله کې د هغوی سمبالوونکی 'ذاکرالرحمن لخوي' هم و .

ویل کېږي چې نوموړی د 'لشکر طيبه' مشر و .

ورته مطالب