مصر: په "ستره سې شنبه" تر ټولو لوی لاريون

مصر د انځور حقوق AP
Image caption په لسګونو زره مباک ضد احتجاج کوونکي مصريان سې شنبې د قاهرې په زړه تحرير ميدان کې راغونډ شوي او مبارک ضد شعارونه ورکوي.

په لسګونو زره خلک د مصر پلازمېنې قاهرې په زړه کې تحرير ميدان ته ورغلي چې هلته له وړاندې غونډ شوي احتجاجيان لا ځواکمن کړي.

احتجاج کوونکي د ولسمشر حسني مبارک د استعفا او ګوښه کېدو غوښتنه کوي. د قاهرې په تحرير ميدان کې د بي بي سي يو خبريال وايي دا تر ټولو ستر احتجاج دی چې تر اوسه په قاهره کې شوی دی.

د بي بي سي خبريال وايي د تحرير ميدان له وړاندې ډک و، خو په زرګونو نور احتجاجيان ليدل کېږي چې تحرير ميدان ته پر غځېدلو لارو سړکونو او د نيل د پاسه پلونو ولاړ دي، چې غواړي مظاهره چيانو ته د رسېدو لار ومومي.

له هغه راهيسې چې په مصر کې د واکمن نظام په وړاندې مظاهرې او لاريونونه پيل شوي، اوس يې لړۍ درېيمې اوونۍ ته ننوتلې، او داسې برېښي چې ولسمشر مبارک او د حکومت ډلې يې په پښو درېدو سېک موندلی دی.

حکومت ځيني تدبيرونه نيولي، چې يو يې په خپلو ادارو کې د کارکوونکيو د ملاتړ جلبول دي او په همدې موخه به د راتلونکي اپرېل له پيل سره د دوی معاشونه ۱۵ سلنه لوړوي.

د حکومت په بېلابېلو ادارو کې د کارکوونکيو شمېر شاوخوا ۶ مليونو ته رسېږي، او اوس يې د معاشونو زياتوالي لپاره ۹ نيم سوه مليون ډالره پانګه ټاکلې ده.

په همدې مهال د مصر نوي مرستيال ولسمشر عمر سليمان ويلي د واګو سوله ييزې لېږدونې په موخه د دوی پلان پلی کېدونکی دی.

ښاغلي سليمان د مخالفانو له ډلو سره د ليدنو کتنو په اړه له ولسمشر حسني مبارک سره خبرې وکړې او بيا يې پر دولتي ټلوزيون د وينا په مهال وويل ولسمشر مبارک له مخالفانو سره د خبرو د پايلو په اړه مثبت نظر لري:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د مصر مرستيال ولسمشر عمر سليمان وايي د واګو سوله ييزې لېږدولو پلان يې پلی کېدونکی دی.

((ولسمشر د ملي روغې جوړې هرکلی وکړ او ټينګار يې وکړ چې دا له اوسني کړکېچ نه د وتلو په لور زموږ پښې د سمې لار پر پيل ږدي، او دا يې مهمه وبلله چې بايد دوام ومومي او لارښونې له ټاکلي مهال وېش سره په يوه روښانه لارنقشه واوړي، چې له مخې يې واګې د اساسي قانون واک ته په درناوي، په سوله ييزه او منظمه توګه ولېږدول شي))

که څه هم دغو احتجاجي لاريونونو د مصر اقتصاد خورا ځپلی، خو مظاهره چيان اوس هم خپلو ورځنيو لاريونونو ته دوام ورکوي او د خپل هېواد اساسي قانون کې د ريښه يي بدلونونو غوښتنه کوي.

دا يوه داسې غوښتنه ده چې مخالفې ډلې لا تراوسه پرې ولاړې دي. د مخالف ډلو ترمنځ د وفد، د ايمن نور د غد يا سبا ګوند او هم د محمد البرادعي په مشرۍ د بدلون ملی ټولنه ده.

تر ټولو لويه او مظمه ډله بیا د اخوان المسلمين ګوند دی، چې اوسني لاريونونه يې د اغېز په لا پراخېدو تمام شوي دي.

خو د پلازمېنې قاهرې په تحرير ميدان کې د احتجاج کوونکيو ترمنځ د ځوانانو يوه ډله هم جوړه شوې ده. شادي الغزالي حرب چې په تحرير ميدان کې يې تېرې دوه اوونۍ مظاهرې کړې د دغې ډلې غړی دی. دی وايي حکومت د دوی خبرو ته غوږ نه ږدي:

د انځور حقوق AP
Image caption له دوو اونيو راهيسې په تحرير ميدان کې مصريان راغونډ دي.

((موږ نه وينو چې حکومت دې تر اوسه زموږ د کومې غوښتنې په اړه جدي وي.

لومړۍ غوښټنه مو د ولسمشر استعفا، دوهمه د پارلمان ړنګول، درېيمه بيا د بيړني حالت لغوه کول او څلورمه غوښتنه مو له فعالو سياسي ډلو نه د يو ايتلافي حکومت جوړول دي.

په داسې حال کې چې حکومت جوړجاړی نه غواړي موږ روغې ته نه شو رسېدی. څه چې دوی تر اوسه کړي يوازې ځينې سياسي مانورې دي او دوی د ريښتينو غوښتنو نه د ډډې کولو هڅه کوي. په ميدان کې خلک هوډمن دي او فکر کوم څومره چې دوی کولی شي دوام ورکړي))

د مصر د لاريونونو پ اړه راپور دلته اورېدی شیء:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تېرې دوه اوونۍ مظاهرې پر پلازمېنه قاهره سربېره د مصر په نورو ښارونو او سيمو کې لاريون کوونکيو ته په ګرانه ځاني بيه تمامې شوې دي.

د بشری حقونو د څار اداره (هيومن رايټس واچ) وايي د مصر په احتجاجونو کې نژدې دری سوه کسان وژل شوي دي.

د دغې ادارې يوې وياندې (هبا مرايف) بي بي سي ته وويل ډېری مرګونه د پوليسو له لوري پر مظاره چيانو په ډزو کې شوي دي:

((ډېری مرګونه د جنورۍ په ۲۸ مه او ۲۹ مه شوي، او لومړی لامل يې هم د ټوپکونو ډزې وې.

ډېر نور بيا په نژدې واټن کې د اوښکو بهوونکي ګاز کارونې او هم د پوليسو له خوا د دې پر ځای چې په هوا کې ډزې وکړي، پر خلکو د ډزو له امله مړه شوي دي.

پر دې سربېره ربړي ګولۍ هم له نژدې واټن ويشتل شوې دي. موږ باور کوو، پر روغتونو، په تېره بيا دولتي روغتونونو فشار خورا زيات دی چې د مرګونو شمېر کم وښيي. تر دې مهاله د روغتيا وزارت په دې نازړه و چې د ټپيانو او مړو رښتينی شمېر وښيي، ځکه دوی فکر کوي دا به احتجاجيان لا نور وپاروي)).

د انځور حقوق AFP
Image caption د مصر پوځ تر دې مهاله په تحرير ميدان کې د سل ګونه زره لاريون کوونکيو له راغونډېدو سترګې پټوي

د مصر پوځ تر دې مهاله په تحرير ميدان کې د سل ګونه زره لاريون کوونکيو له راغونډېدو سترګې پټوي، خو مظاهره چيان په دې اندېښنه کې دي، ګنې په پلازمېنه قاهره کې عادي حالت ته د ژوند له ستنېدو سره به د دوی غوښتنو او قضيې ته پاملرنه هم په کمېدو شي.

يو بله ستونزه چې لاريون کوونکي ورسره مخامخ دي دا ده، که يې خپلو احتجاجونو ته زور ورکړ نو له پوځ سره، چې له پراخ درناوي برخمن دی، د ټکر خطر په کې دی او که له خپلو غوښتنو په شا شول نو بيا کېدی شي د واکمن نظام د غچ او کسات قرباني شي.

ورته مطالب