پاکستان وايي افغانستان ته پر تلونکي مال ماليه غواړي

افغان او پاکستاني وزيران
Image caption تير کال افغان او پاکستاني وزيرانو د ترانزيت پر تړون لاسليک وکړ

پاکستاني چارواکي وايي افغانستان ته په تلونکو تيلو او نورو ترانزيتي توکو ماليه لگوي .

د پاکستان د سند ايالت د ماليې وزير مکېش کمار چاولا بي بي سي ته وويل دوى دغه ماليه له افغانستان سره په ٢٠١٠ کال کې د ترانزيت د نوي تړون په رڼا کې لگولې ده .

دوى وايي دغه ماليه به د ناټو پر هغو سامان الاتو هم لگوي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته ځي .

په افغانستان کې د ناټو سرتيرو ته له بهره د ورتلونکو ټولو سامان الاتو په سلو کې اتيا د پاکستان له خاورې تيريږي .

دغه توکي د سند ايالت له کراچۍ بندره خوځيږي .

ناټو پر کاروانونو چې د پاکستان له خاورې تيريږي ډير ځله د اورپکو او يا هم غلو له خوا بريدونه کيږي .

تير کال د پاکستان د مشرانو جرگې غوښتي و چې د ناټو له کاروانونو بايد ماليه واخيستل شي .

د دوى استدلال دا و چې د دغو کاروانونو د تيريدا له امله ځايي ملکي وگړو ته ډيرې ستونزې پيدا کيږي .

د سند ايالت د ماليې وزير ښاغلي چاولا بي بي سي ته وويل د دغو ماليو له برکته به پاکستان د کال نژدې شپېته ميليونه ډالر ترلاسه کړي .

موږ هڅه وکړه چې د افغانستان د سوداگرۍ په وزارت کې د چا غبرگون ترلاسه کړو خو ونه توانيدو .

يوې سرچينې بي بي سي ته وويل چې د پنجشنبه په ورځ له کابله يو يولس کسيز پلاوى کراچۍ ته تلونکى دى چې پر افغان ترانزيتي مالونو له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي .

سرچينه په دې نه وه خبره چې د سند ايالت له خوا د ماليې پر موضوع به هم افغان چارواکي خبرې وکړي که نه .