نن د فبرورۍ ٨، د تاريخ په پاڼو کې

په  ١٩٠٤ کې د روسيې او جاپان جگړه پيل شوه
Image caption په ١٩٠٤ کې د روسيې او جاپان جگړه پيل شوه

نن د دلو مرغومې ١٩ او د فبرورۍ د مياشتي ٨ نيته ده، د تاريخ په پاڼو کې نن ورځ دغه پيښې ثبت شو ي دي

په ١٦٢٢ ميلادي کال کې د انگلستان پادشاه لومړي جيمز پارلمان ړنگ کړ

په ١٨٦٥ کال کې مارتين رابين سن د امرېکې په وسله والو ځواک کې لومړى تورپوستى جگړن وه

په ١٩٠٤ کې د روسيې او جاپان جگړه پيل شوه

په ١٩٠٩ کال کې فرانسيې او جرمني د مراکيش په اړه تړون لاس ليک کړ

په ١٩١٨ کې د ستارز او ستريپس په نوم د امريکې لومړۍ اونيزه له چاپه راووتله

په ١٩٢٨ کې د اتلانتيک د سمندر له ېوې غاړې نه بلې ته، لومړى تلويزوني تصوير واستول شو

په ١٩٤١ کې د جاپان توپچي ځواکونو د جوهور له تنگي نه په سنگاپور بريد وکړ

په ١٩٤٣ کال کې سور پوځ کورسک بيرته ونيوه

په ١٩٤٤ کال کې هري مکالفين لومړي تورپوستى خبريال وه چي سپينې ماڼۍ ته د ورتلو اعتبار ليک ورکړل سو

په ١٩٧١ کال د جنوبي ويټنام سرتېرو لاوس ونيوه

په ١٩٧٣ کال کي مشتاق د اصف اقبال په ملگرتيا د نوي زيلاند په وړاندې ٣٥٠ منډې جوړې کړې

په ١٩٧٣ کي د امريکې د مشرانو جرگې د واتر گيت د پلټنې لپاره اووتنو ته دنده وسپارله

او په ١٩٨٥ کي مخالف مشر کيم دا جونگ جنوبي کريا ته ورستون شو

ورته مطالب