نن د فبرورۍ ١٠، د تاريخ په پاڼو کې

د ١٩٩٠ کال د فبرورۍ په لسمه نيټه د جنوبې افريقي ولسمشر de Klerk اعلان وکړ چې نيلسن مانديلا به د فبرورۍ په ١١ نېټه له بنديخانې څخه خوشې کوي د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ١٩٩٠ کال د فبرورۍ په لسمه نيټه د جنوبې افريقي ولسمشر de Klerk اعلان وکړ چې نيلسن مانديلا به د فبرورۍ په ١١ نېټه له بنديخانې څخه خوشې کوي

نن د دلوې مرغومې ٢١ او د فبرورۍ د مياشتي ١٠ نيټه ده، د تاريخ په پاڼو کې نن ورځ دغه پيښې ثبت شو ي دي

د ١٨٤٠ کال د فبرورۍ په ١٠ د برتانيې ملکې وکتوريا د خپل تره له زوي البرت ون سکسين کوبرگ سره واده وکړ

د ١٨٤٦ کال د فبرورۍ په ١٠ برتانيوايانو د سوبران په جگړه کې سکانو ته ماتې ورکړه

د ١٩٠٤ کال د فبرورۍ په لسمه جاپان او روسيې وروسته تر هغه جگړه اعلانوي چې جاپانيانو په ناڅاپي توگه د روسانو په سمندري ځواکونو بريد کوي او اوه بېړۍ يې ويجاړوي

د ١٩٠٦ کال د فبرورۍ په لسمه برتانيې د دريد نات په نوم خپله ستره جنگي بيړۍ عملا په کار واچوله

د ١٩٥٤ کال د فبرورۍ د مياشتۍ په لسمه نيټه ايزن هاور په ويټنام کې د امرېکې د متحدو ايالاتونو د مداخلې پرضد خبردارى ورکړ

د ١٩٦٢ کال د فبرورۍ د مياشتۍ په لسمه نيټه روسې او امريکي خپل جاسوسان گري پاور او رودولف – ابيل سره تبادله کړل

د ١٩٧٢ کال د فبرورۍ د مياشتۍ په لسمه نيټه شوروي اتحاد په قزاقستان کې اټومې ازمينه تر سره کړه

د ١٩٧٤ کال د فبرورۍ د مياشتۍ په لسمه نيټه د اېران عراق تر مينځ د پولې په سرجگړه پيل شوه

د ١٩٧٧ کال د فبرورۍ د مياشتۍ په لسمه نيټه د ماسکو په ميترو کې چاودنه وشوه

د ١٩٩٣ کال د فبرورۍ د مياشتۍ په لسمه نيټه امريکايي چاوراکو بوسنيا لپاره د سولې له پلان نه ملاتړ وکړ

د ١٩٩٠ کال د فبرورۍ په لسمه نيټه د جنوبې افريقي ولسمشر de Klerk اعلان وکړ چې نيلسن مانديلا به د فبرورۍ په ١١ نېټه له بنديخانې څخه خوشې کوي

ورته مطالب