عراق: سامراء ته څېرمه ځانمرګي برید ۲۸ شیعه ګان ووژل

عراق
Image caption په ۲۰۰۶ کال کې د دوو مامانو پر زیارت بریدونو یو لړ توکمیزو تاوتریخوالو ته لمن ووهله، چې په ترڅ کې یې لسګونه زره کسان اغېزمن شول .

د عراق پلازمېنې بغداد شمالي سامراء ښار ته څېرمه د شیعه زیارت کوونکو پر لېږدوونکي ګاډي ځانوژونکي برید لږترلږه ۲۸ کسان وژلي او تر ۲۰ ډېر نور یې ټپيان کړي دي .

رویټرز خبري اژانس د سامراء د پولیسو د مشر له خولې ویلي، برید کوونکی په ګاډي کې سپور و، او له سامراء څخه یې پر ستنېدونکو شیعه زیارت کوونکو برید وکړ .

خو یوې بلې سرچینې بیا ویلي چې برید کوونکي له چاودېدونکو توک ډک واسکټ اغوستی و .

د سامراء ښار مرستیال صلاح الدین احمد عبدالجبار مخکې رویټرز ته ویلي ول: "برید ځانمرګی و، له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ یې اغوستی و، د کنټرول په سیمه کې یوه سرتېري د هغه د کابو کولو هڅه وکړه، خو د ګاډو په تمځي کې چې ګڼ خلک راټول شوي ول، هغه خپل ځان وچووه . "

نوموړی زیاتوي: "په سامراء کې پوځي سرچینو راته وویل چې په برید کې لږرترلږه ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي."

د ویلو ده چې سامراء له بغداده ۱۰۰ کیلومتره لیرې ده، چې د دوو امامانو هادي او حسن العسکري زیارتونه په کې دي .

د یوې اوونۍ د ننه په سامراء کې دا دویم ځانوژونکی برید دی، چې د شیعه ګانو د دیني مراسمو د لمانځلو پرمهال ر امنځ ته کېږي .

د تېرې پنجشنبې په برید کې ۸ شیعه زیارت کوونکي ووژل شول ا و تر ۳۰ ډ‌ېر نور ژوبل شول .

تېره میاشت د یو لړ بریدونو پرمهال په عراق کې لسګونه شیعه وګړي ووژل شول .

ورته مطالب