په الجزایر کې ۴۰۰ لاریوني نیول شوي

لاریون کوونکي د انځور حقوق Reuters
Image caption لاریون کوونکو د واکمن نظام د ړنګېدو او د خپلواک الجزایر غوښتنه کوله .

په الجزایر کې د واکمن نظام پر ضد زرګونه کسانو د بدلون غوښتنه کړې او واټونو ته راوتلي دي

امنيتي ځواکونو په دې لړ کې ۴۰۰ لاریون کوونکي نیولي دي .

د ممکنه تاوتريخوالي او د لاریون د کابو کولو لپاره په الجزایر کې کابو ۳۰ زره سرتېري په رسمي او ملکي جامو کې د امنیت د خوندي کولو لپاره ګمارل شوي دي .

په پلازمېنه کې هم سخت امنیت نیول شوی او په واټونو کې ټانکونه هم لیدل کېږي .

په نیول شوویو لاریون کوونکو کې د بدلون او دیموکراسۍ د ملي همغږي کوونکې مؤسسې مشر فضیل بومالة هم نیول شوی، چې په دې لړ کې د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب هم رامنځ ته شوی دی .

په سیمه کې تېره ورځ تر ماسپښين وروسته نسبي ګرځبندیز ولګول شو .

بل خوا خبریالانو ویلي، چې په خپلو سترګو کې د پولیسو له خوا د لاریون کوونکو د نیولو لړۍ لیدلې ده، چې هغوی د ''الجزایر خپلواک دی'' نارې وهلې او د واکمن نظام د ړنګېدو غوښتنه یې کوله .

له بل پلوه، فرانس پرېس خبري اژانس ویلي، د الجزایر امنيتي ځواکونو د هېواد په لوېديځ کې درې سخت دريځي اسلام پاله وژلي دي .

ویل کېږي چې د تېرې جمعې په ورځ د تافرنټ په غرونو کې د یو لړ چاڼيزو عملیاتو پرمهال په الجزایر کې د سخت دريځې وسله والې سلفي ډلې (د سلفي دعوت د ملاتړ ډلې) دوه غړي وژلي دي .

ورته مطالب