د نوي ډيلي پر هوايي ډګر پاکستانی سندرغاړی ونیول شو

راحت فتح علي خان
Image caption ۳۷ کلن فتح علي خان چې د بالیووډ لپاره یې ګڼې سندرې ویلې دي، له کراچۍ نوي ډيلي ته تللی و .

د پاکستان یو مشهور سندرغاړی راحت فتح علي خان د نوي ډيلي پر هوايي ډګر له ۱۲۴۰۰۰ امریکايي ډالرو سره نیول شوی، چې ویل کېږي په ناقانونه توګه یې لېږدول .

چارواکي وايي، سندرغاړی له نوي ډيلي څخه د تېرې یکشنبې پر ورځ د دبۍ پر لور روان و، چې ماسپښين پر هوايي ډګر تر درول کېدو وروسته ونیول شو .

۳۷ کلن فتح علي خان چې د بالیووډ لپاره یې ګڼې سندرې ویلې دي، له کراچۍ نوي ډيلي ته تللی و .

نوموړی د پاکستان د مشهور سندرغاړي استاد نصرت فتح علي خان وراره دی .

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک د تېرې یکشنبې په ورځ نوي ډيلي کې د پاکستان پر عالي کمېشنرۍ غږ کړی، چې د ښاغلي خان د نیولو په اړه پلټنه وکړي .

د "پرېس ټرست اف انډیا" خبري اژنس ته د هند د کورنیو توکو د مرکزي ماليې مشر س. دت مجمدار ویلي "البته قانوني مراحل به وخت نیسي، "