په ایران کې د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ اخ و ډب

د تهران لاریون کوونکي

سربېره پر دې چې ایراني پولیسو له مظاهره کوونکو سره شخړي وکړي د آزادۍ څلور لارې ته ورغلې ټولې لارې یې تړلې وې او د مرکزي تهران برېښنا پرې کړای شوې وه .

د ایران په پلازمېنه تهران او نورو ښارونو کې د حکومت ضد مظاهره کوونکو او پولیسو ترمنځ د سختو شخړو راپورونه ورکړل شوي، چې په ترڅ کې یې یو کس وژل شوی دی .

په زرګونو د تېرې دوشنبې په ورځ کسانو پرون په هغو مظاهرو کې ګډون وکړ چې مخالفو مشرانو یې د تونس او مصر له خلکو سره د همغږې د څرګندونو په خاطر غوښتنه کړې وه .

په یوه ویډیو کې چې د یوه مظاهره کوونکي له خوا خبرې رسنیو ته استول شوې، مظاهره کوونکي د مذهبي مشر سید علي خامنه يي پرضد شعارونه ورکوي .

راپورونه وايي د مخالفانو په لسګونه پلویان د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

پولیسو او نیمه پوځي ځواکونو د مظاهره کوونکو د خورولو لپاره اوښلن غاز وکاراوه، ددې مظاهرو یو عیني شاهد د بي بي سي د فارسي څانګې خبریال محسن اصغري دی چې د خپلو سترګو لیدلی حال یې داسې بیان کړ:

''موږ په سلګونه د بلوا ضد پولیس او امنیتي ځواکونه وینو چې مظاهره کوونکي یې په زوره خواره کړل، خو خلکو د پولیسو پرضد د شعارونو په ورکولو پیل وکړ . ما ډېرې شخړې ولیدې، جدې شخړې. پولیسو د مظاهره کوونکو د خورولو لپاره اوښلن غاز او د مرچکو ګازونه وکارول. زه په خپله ترې په جدې ډول اغېزمن شوی یم . ''

هیلري کلنټن

هیلري کلنټن:''موږ د تاوتریخوالي پرضد یو . موږ به د ایران حکومت ګرم وبولو چې یوځل بیا د خپلو خلکو پرضد امنیتي ځواکونه کاروي، تاوتریخوالی رامنځ ته کوي او خپل خلک نظرڅرګندولو ته نه پرېږدي.''

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په ایران کې د حکومت ضد مظاهرو په اړه په خبرو کې وویل چې ایران باید د خپلو خلکو هیلو ته درناوي وکړي:

''موږ د تاوتریخوالي پرضد یو''

''موږ د تاوتریخوالي پرضد یو . موږ به د ایران حکومت ګرم وبولو چې یوځل بیا د خپلو خلکو پرضد امنیتي ځواکونه کاروي، تاوتریخوالی رامنځ ته کوي او خپل خلک نظرڅرګندولو ته نه پرېږدي . دویم دا چې موږ د ایرانیانو د نړیوالو بشري حقونو ملاتړ کوو . هغوی هم د مصر د خلکو په څېر حقونه لري چې دا یې د هغو حقونو برخه ده . دریم دا چې په ایران کې باید یو خپلواک سیاسي سیسټم وي چې د مخالفانو او ټولنې غږونه واوري . ''

سربېره پر دې چې ایراني پولیسو له مظاهره کوونکو سره شخړي وکړي، د ازادۍ څلور لارې ته ورغلې ټولې لارې یې تړلې وې او د مرکزي تهران برېښنا پرې کړای شوې وه .

خو د ایران خبرې رسنې وايي پرون د نورو ورځو په پرتله ارامه ورځ وه .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .