برتانوي ورځپاڼې: مبارک سخت ناروغ شوی

وړاندې ویل کېدل چې حسني مبارک له سرطان ناروغۍ کړېږي، خو هغه دا خبره تل رد کړې ده. خو د شرم الشیخ ښار اوسېدونکو وړمه ورځ ویلي ول چې حسني مبارک د بسترې شوې او د همکار په مرسته کښيني او پاڅېږي .

جمال مبارک او حسني مبارک
Image caption تېره ورځ ''المصري الیوم'' ورځپاڼې داسې رپوټونه هم ورکړي ول، چې حسني مبارک د استعفا ورکولو په ورځ له خپل زوی جمال مبارک سره سخته لفظي شخړه وکړه او هغه ته یې په غصه وویل چې :''په مصر کې دې زما تاریخ له خاورو سره خاورې کړ.''

د برتانیا ''ډيلي ټيلیګراف'' ورځپاڼې د مصر د شرم الشیخ د اوسېدونکو او د حسني مبارک د نژدې خپلوانو د څرګندونو په حواله ویلي، چې هغه ډېر سخت ناروغه دی .

په واشنګټن کې د مصر سفیر سامح شکري ویلي داسې خبر ور رسېدلی چې د حسني مبارک روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی، خو په وینا یې په اړه پوره مالومات نه لري ‎.

بل خوا د ''المصري الیوم'' ورځپاڼې په ننۍ ګڼه کې لیکلي چې پر حسني مبارک د بېهوښۍ څپې راځي، خو یوې حکومتي پلوې ورځپانې بیا دا خبره رد کړې ده او دا مني چې هغه سخت خواشينی دی .

حسني مبارک دا مهال د یوه مصري سوداګر حسین سالم، چې د ولسمشر د ماڼۍ یوه نژدې سړی دی، په یوه لوکس 'جولي وېل ماري ټايم' هوټل کې اوسېږي .

رپوټونه وايي چې مبارک په فیلا سیمه کې تر سختو امنيتي تدابیرو لاندې ژوند کوي .

ټایمز ورځپاڼې دا هم ویلي چې د مبارک روغتیا مخ پر ځوړ ده، او له استعفا ورکولو وروسته اوس له سختو نفسیاتي ناروغیو رنځېږي .

Image caption حسني مبارک د تېر کال په مارچ کې په جرمني کې عملیات شو .

ورځپاڼه لیکي، د تېرې سه شنبې په ورځ په شرم الشیخ کې د لیرې کړای شوي ولسمشر د ماڼۍ په مخ کې ګڼ امبولانسونه او ډاکټر لیدل شوي، یوه امنيتي سرتېري ویلي چې مبارک ډېر سخت ناروغه دی .

د ورځپاڼې په حواله، د مبارک د ۳۰ کلنۍ واکمنۍ پرمهال د هغه ناروغي پټه ساتل شوې وه، ان یو ځل خو یې د یوې ورځپاڼې خبریال له دې امله بندي کړی و، چې ویلي يې وو د مبارک روغتیايي حالت ښه نه دی .

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې هغه د تېر کال په مارچ کې په جرمني کې عملیات کړي ول .

تېره ورځ ''المصري الیوم'' ورځپاڼې داسې رپوټونه هم ورکړي ول، چې حسني مبارک د استعفا ورکولو په ورځ له خپل زوی جمال مبارک سره سخته لفظي شخړه وکړه او هغه ته یې په غصه وویل چې :''په مصر کې دې زما تاریخ له خاورو سره خاورې کړ.''

ورته مطالب