په ۲۰۱۰ کې د نړۍ ۴۴ خبریالان وژل شوي

پاکستانی خبریالان

په ټوله کې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د وژل شویو خبریالانو شمېره د پخوا په پرتله کمه ده خو د زنداني شویو خبریالانو شمېره زیاته شوې ده.

د خبریالانو ددفاع کمیټه یا 'سي. پي. جي' وايي پاکستان په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد و .

په دغه کال په ټولې نړۍ کې ۴۴ خبریالان د خپلو دندو پرمهال وژل شوي چې اته یې په پاکستان کې وو .

نوموړې کمېټه وايي تېرکال ۱۴۵ خبریالان بندیان شوي چې دا په دې برخه کې د وړړم کال په پرتله زیاتوالی ښي .

نوموړې کمېټې ملګري ملتونه او نور سازمانونه چې د بیان د ازادۍ مسؤولیت لري تورن کړي چې د خپلو مسوولیتونو په ترسره کولو کې پاتي راغلي دي .

په ملګرو ملتونو کې د بي بي سي خبریاله بابرا پلیټ په دې اړه په خپل راپور کې وايي:

په ټوله کې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د وژل شویو خبریالانو شمېره د پخوا په پرتله کمه ده خو د زنداني شویو خبریالانو شمېره زیاته شوې ده .

له دې ډلې نه نیمايي یې په چین او ایران کې زنداني شوي دي .

پاکستان په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد بلل شوی .

هغه څه چې موږ ولیدل دا وو چې په افغانستان کې تاوتریخوالی له پولې خوا هم وغزید او پاکستان یې په خپلې لمنې کې ونغاړه او په دې توګه یې پاکستان د افغانستان په پرتله د خبریالانو لپاره ډیر خطرناک هېواد کړ .

باب ډیډز

د خبریالانو ددفاع د کمیټې یوه چارواکي باب ډیډز وویل د خبریالانو د تیښتولو او وژل کېدو پرمهال له چارواکو دوی ستونزې لرلې .

نوموړي د حکومت له خوا په دې برخه کې شوې څېړنې د شرم وړ وبللې .

ښاغلي ډیډز زیاته کړه چې تېر کال ډیری خبریالان د اورپکو له خوا په تاتریخوالي او په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي. د نوموړي په ژبه خبریالان په بمباریو او د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي:

'' هغه څه چې موږ ولیدل دا وو چې په افغانستان کې تاوتریخوالی له پولې خوا هم وغزید او پاکستان یې په خپلې لمنې کې ونغاړه او په دې توګه یې پاکستان د افغانستان په پرتله د خبریالانو لپاره ډیر خطرناک هېواد کړ .''

دغه راز په دې وروستیو کې په مصر کې د حکومت ضد مظاهرو پرمهال دغه هېواد هم د خبریالانو لپاره په یوه خطرناک هېواد بدل شو. پر خبریالانو ۵۲ حملې وشوې او ۷۶ تنه یې ونیول شول چې اوس ټول بیرته خوشي شوي دي .

خبریالان

خبریالان

د خبریالانو ددفاع کمېټه وايي په تونس او مصر کې د پاڅونونو پایلو اوس د راپور ورکولو زمینه ښه کړې او په خبریالان کولای شي اسانې سره کار وکړي .

خو نوموړي کمېټې په نورو عربي هېوادونو کې چې نارامي په کې رامنځ ته شوې، د خبریالانو پرضد د کارېدونکو سختو تکتیکونو په اړه اندېښنه ښودلې ده .

د خبریالانو ددفاع کمېټې له ملګرو ملتونو او نورو ادارو د بیان د ازادۍ د کلکې دفاع غوښتنه کړې ده .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .