امريکا د 16 افغان شرکتونو او کسانو پر فعاليت بنديز ولګاوه

نوی انصاري صرافي
Image caption ويل کېږي چې پر انصاري صرافي باندې تېر کال هم په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې نړيوالو ځواکونو چاپه اچولې وه او له هغه را وروسته يې دروازه تړلې وه.

د امريکا د متحدو ايالتونو حکومت په افغانستان کې د هغو۱۶ شرکتونو او کسانو پر فعاليت بنديزلګولی، چې باور کېږي د نشه يي توکو د قاچاق پيسې سپينوي.

په دوی کې ((نوې انصاری صرافی )) هم راځي چې په افغانستان کې د پيسو د ادلون بدلون لوی مرکز دی.

واشنګتن وايي په دې ليست کې د شاملو کسانو شتمنۍ به په متحدوايالتونوکې کنګل کېږی او امريکايي وګړي به اجازه ونه لري چې له دوی سره معاملې وکړي.

د امريکا د خزانې وزارت وايي په ليست کې شاملو شرکتونو او کسانو د نشه يي توکو د قاچاقچيانو پيسې له کابله د باندې لېږدولې او ناقانونه پيسې يې پر قانوني هغو بدلې کړې دي . دوی وايي ډېرې پيسې د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۰ کلونو په منځ کښته پورته شوې، چې شمېره يې ميلياردونه ډالرو ته رسېږي . امريکا نوې انصاري صرافي د هغو شرکتونو د بېلګې په توګه ياده کړې چې ناقانونه پيسې پر قانوني لارو سپينوي .

ويل کېږي چې پر نوې انصاري صرافي باندې په 2001 کال د نشه يي توکو د مبارزې نړيوالو ځواکونو، چاپه اچولې وه او له هغه را وروسته يې دروازه تړلې وه.