په نوي زيلاند کې زلزلې ۶۵ کسه وژلي

نوی زيلاند د انځور حقوق Reuters (audio)
Image caption زلزلې سړکونه مات کړي ، څو پوړیزه ودانۍ ړنګې شوي او په ښار کې د کلیسا یو لوی ځانګړی ډبرین نښان په مرکزي څلورلارې کې لویدلی دی .

د نوي زيلاند د جنوبي ټاپو د کرېسټ چرچ په ښار کې د رېختر په کچه شپږ اعشاريه درې درجې زلزلې ۶۵ کسه وژلي دي او ښايي دغه شمېره نوره هم وخيژي.

لومړي وزير له زلزله ځپلو سيمو ليدنه کړې او ويلي يې دي چې په دغه زلزله کې ډېر نور خلک ژوبل دي .

د نوي زیلاند لومړي وزیر جان کي د کریست چرچ ښار په مرکز کې زوروره زلزله د هېواد لپاره یوه تر ټولو ډیره ویجاړوونکې پیښه بللې ده .

زلزلې سړکونه مات کړي ، څو پوړیزه ودانۍ ړنګې شوي او په ښار کې د کلیسا یو لوی ځانګړی ډبرین نښان په مرکزي څلورلارې کې لویدلی دی .

د انځور حقوق Getty
Image caption د کرېسټ چرچ ښاروال باب پارکر په ښار کې بيړنی حالت اعلان کړی دی.

د لومړي وزیرمرستیال بیل انګلش وایې روغتونونه او روغتیایي کارکوونکي د ټپیانو د درملنې په چارو بوخت دي .

زلزلې د کرېسټ چرچ ښار مرکزي برخه نړولې او دغلته يې زيات شمېر ودانۍ وېجاړې کړي دي.

د کرېسټ چرچ ښاروال باب پارکر په ښار کې بيړنی حالت اعلان کړی دی.

زلزله د ورځې پر داسې مهال شوې چې په دغه وخت کې په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وي.

د اور وژنې يا اطفايي چارواکي وايي لا هم ډېر خلک د لوېدلو ودانيو تر کنډو کپرو لاندې ايسار پاتې دي .

د انځور حقوق BBC World Service

ويل کيږي دغې زلزلې په تېر سپټمبر مياشت کې له شوې زلزلې چې زور يې د رېختر په کچه اووه اعشاريه يو وو، زيات زيان اړولی دی .

پر حکومتي تلوېزيون خپاره شوي تصويرونه ښيي چې د ښار په مرکزي برخو کې ودانۍ نړيدلي او غمجن خلک ها خوا دېخوا منډې وهي.

په نوي زيلاند کې هر کال د نژدې ۱۴۰۰۰ زلزلو ټکانونه حس کيږي ، خو د دوی له ډلې شاوخوا شل يې هغه زلزلې دي چې زور يې د رېختر په کچه له پنځو درجو اوړي.

ورته مطالب