د الجزاير کابينې د بېړني حالت پای ته رسول منلي

الجزاير
Image caption په الجزاير کې په 1992 کال کې د امنيتي ځواکونو او اسلامي ياغيانو تر منځ د خونړيو نښتو په پيل کې بېړنی حالت اعلان شوی و.

د الجزاير کابينې د سې شنبې پر ورځ هوکړه وکړه چې په دغه هېواد کې له نولسو کلونو راهيسې نافذ بېړني حالت ته به د پای ټکی ږدي.

دغه پرېکړه به په رسمي جرېده کې تر خپرېدو وروسته عملي کېږي، چې کېدای شي يوه اونۍ وخت ونيسي.

په الجزاير کې په 1992 کال کې د امنيتي ځواکونو او اسلامي ياغيانو تر منځ د خونړيو نښتو په پيل کې بېړنی حالت اعلان شوی و.

په دغو نښتو کې لږ تر لږه دوه نيم لکه کسان وژل شوي ول.

شنونکي وايي ، داسې ښکاري چې حکومت، مخالفو ډلو او د بشري حقونو فعالانو ته، چې د دېموکراسۍ او ډېرې ازادۍ غوښتونکي دي، د يوه امتياز په توګه بېړني حالت ته د پای ټکی ايښی وي.

د انځور حقوق Reuters

دغه ډلې وايي په عربي نړۍ کې يې د خلکو له پاڅونونو الهام اخيستی او د نظام تر بدلونه پورې به د هرې شنبې پر ورځ لاريونونه کوي.

بېړنيو قوانينو خلکو ته اجازه نه ورکوله چې غونډې وکړي، خو د دغه حالت له لېرې کېدو سره به امنيتي ځواکونه ډېر لږ واک ولري چې د کورني امنيت په مسايلو کې مداخله وکړي .

له دې ټولو سره سره په عملي ډول داسې نه ښکاري چې په الجزاير کې دې د خلکو په عادي ژوند کې بدلون راشي .

د الجزاير ولسمشر عبدالعزيز بوتيفليقه وايي د هرې شنبې پر ورځ به د مخالفانو په پلان شويو لاريونونو باندې لا هم بنديز پر خپل ځای وي.

ورته مطالب