م. م. پر لېبيا بنديزونه ولګول

سيف قذافي

سيف قذافي چې له ''العربية'' ټلوېزيون سره غږېده ومنله چې ځواکونه يې په دوو لوېديځو سيمو- مسراتا او زاويه کې ستونزې لري.

د ملگرو ملتو امنيت شورا بېگا ناوخته د لېبيا پر مشر معمر قذافي ، د هغه پر کورنۍ او نژدې همکارانو د يو لړ بنديزونو د لگولو پرېکړه وکړه.

په دې اقداماتو کې بهر ته د هغوى پر تگ راتگ بنديز او د شتمنيو کنگلېدل هم راځي.

امنيت شورا دغه راز ومنله چې لېبيا دې د روانو اعتراضونو پر مهال د پېښ شوي تاوتريخوالي له امله د جنايتونو نړيوالې محکمې ته ودرول شي.

دغې پرېکړې ته د شورا ټولو ۱۵ غړو د "هو" رايه ورکړه. تر دې دمخه د امريکا متحدو ايالتونو هم پر ډگرمن قذافي فشار ډېر کړى او ولسمشر بارک اوباما ترې غوښتېي و چې سملاسي واک پرېږدي.

ښاغلي اوباما د جرمني له صدراعظمې انگېلا ميرکل سره د ټېلې فوني خبرو پر مهال د لېبيا حالات څېړل.

سپينه ماڼۍ وايي ولسمشر اوباما آغلې مېرکل ته وويل چې که د يوه هېواد مشر يوازې د تاوتريخوالي په کارولو ځان په واک پورې ټينگ کړى وي، نو مشروعيت ورته نه پاتې کېږي.

تر دې وړاندې د ښاغلي قذافي يوه زوى سيف الاسلام گواښنه کړې وه چې روان کړکېچ به لېبيا تجزيه کړي او بيا به د کړکېچ داسې يو اوږد پړاو راشي چې د افغانستان او سوماليا په څېر به روان وي.

سيف قذافي چې له ''العربية'' ټلوېزيون سره غږېده ومنله چې ځواکونه يې په دوو لوېديځو سيمو- مسراتا او زاويه کې ستونزې لري. خو هغه وويل چې دا تاوتريخوالى د ترهگرو يوې وړې ډلې راټوکولى چې ولسي وگړي يې يرغمل کړي دي:

معمر قدافي

په داسې حال کې چې د لېبيا ختيځې او ځينې لوېديځې سيمې د معمر قدافي له منگولو وتلي دي، داسې برېښي چې پلازمېنه – طرابلس هماغسې کلکه د هغه د پلويانو په لاس کې ده.

"کله چې زه د مېسراتا او زاويې خبره کوم... هلته شاوخوا نيم ميليون وگړي اوسي. دغه وگړي د ترهگرو غديو ډارولي چې ايله پنځوس تنه دي او له ډېپوگانو نه يې وسلې تښتولې دي. دا ډول غورځنگونه هېڅ راتلونکې نه لري. دا وگړي هسې د ترهگرو غدۍ دي چې هېڅ ډول اصلاحي غوښتنې ورسره نشته".

په داسې حال کې چې د لېبيا ختيځې او ځينې لوېديځې سيمې د معمر قذافي له منگولو وتلي دي، داسې برېښي چې پلازمېنه – طرابلس هماغسې کلکه د هغه د پلويانو په لاس کې ده.

خو د بي بي سي يو خبريال – جريمي بوېن چې طرابلس ته ورغلى وايي، چې د ښار په ټولو لويو څلورو لارو او واټونو کې پاټکونه جوړ شوي چې ځينې يې پوځيان ساتي او په نورو کې ملکي وسله وال ناست دي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .