د ترکیې پخوانی لومړی وزیر نجم الدین اربکان ومړ

نجم الدین اربکان
Image caption نجم الدین اربکان په ۱۹۲۶ کال زیږېدلی چې د راتلونکې سه شنبې پر ورځ به په استانبول کې خښ کړای شي .

د ترکیې پخوانی لومړی وزیر نجم الدین اربکان د ۸۵ کلونو په عمر ومړ .

نوموړی د 'السعادة' په نامه د سیاسي ګوند مشري کوله .

نجم الدین اربکان له دې وړاندې په ترکیه کې د اسلامي خوځښت له مشرانو او بنسټګرو څخه و .

اربکان ډېره موده په روغتون کې بستر و چې په دې وروستیو کې يېس روغتيايي حالت ډېر خراب شوی و .

نجم الدین اربکان په ۱۹۹۵ کال د ترکیې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو .

نوموړی په نړیواله کچه يوه پېژندل شوې سياسي څېره وه .

د ترکیې دوه اغېزمن شخصیتونه رجب طیب اردوغان او عبدالله ګل یې له شاګراانو څخه دي .

نجم الدین اربکان د ترکیې په تاریخ کې د لومړي اسلامي حکومت مشر و .

د ښاغلي اربکان یوه نژدې ملاتړي او مرستیال 'اوزغون السیتورک' اېن ټي وي تلوېزوني شبکې ته ویلي "ترکیې خپل يو مشهور شخصیت له لاسه ورکړ ."

۸۵ کلن اربکان په تېره جنورۍ کې د پلازمېنې ګوفن روغتون ته یووړل شو .

نجم الدین اربکان په ۱۹۲۶ کال زیږېدلی چې د راتلونکې سه شنبې پر ورځ به په استانبول کې خښ کړای شي .

هغه خپل سیاسي ژوند د انجنیرۍ له پوهنځي تر فارغېدا وروسته پيل او د سوداګريزې اتحادیې مشر شو بیا د قونیا له ښاره په پارلمان کې غړی شو، خو دا چې له لادینۍ سره سخت مخالف و، په بېلابېلو حکومتونو کیې له مشارکت ډډه وکړه .

د (ملي نظام) په نامه د هغه ګوند، چې په ترکیه کې لومړی نوی ګوند و، تر نهو میاشتو زیات دوام ونه کړ، او د اساسي قانون د محکمې له د پرېکړې او د پوځي جنرال محسن باتور په امر منحل شو، همدا وو چې اربکان په ۱۹۷۲ کال د ملي سلامت په نامه ګجوند جوړ کړ .

اربکان د ۱۹۷۴ کال په لومړیو کې له ملي جمهوري ګوند –چې بنسټ یې اتاترک اېښی و- او حکومت سره یوځای شو .

او په ۱۹۸۳ کال یې د ملي رفاه ګوند جوړ او خپلو سياسي فعالیتونو ته دوام ورکړ، همدا وو چې د ۱۹۹۶ کال په ټاکنو کې بریالی شو .

Image caption رجب طيب اردوغان او عبدالله ګل د ارواښاد اربکان شاګردان ول .

خو پوځ په ۱۹۹۷ کال اړ کړ، چې له خپلې دندې لاس په سر او په هېواد کې د لادینۍ پرضد خپل فعالیت ته دوام ورکړي .

د ۱۹۹۸ کال په جنورۍ کې د اساسي قانون محکمې پرېکړه وکړه چې د رفاه ګوند منحل کړي، لامل له علماني بنسټونو سره ټکر ښودل شوی و، همدا وو چې اربکان له خپلو مدني حقونو بې برخې شو .

له دې سره د اربکان ګوند ګمزوری او اوسني لومړي وزیر رجب طیب اردوغان او د هغه ځینو نورو ملګرو نوی ګوند جوړ کړ .

په ۲۰۰۲ کال پر اربکان د دوو کلونو او څلورو میاشتو بند حکم وشو، خو بیا پرې په هېواد کې د جبري پاتې کېدو سزا وختله .

ورته مطالب