''میرحسین موسوي او مهدي کروبي زندان ته لېږدول شوي''

میرحسین موسوي او مهدي کروبي د انځور حقوق Getty Images
Image caption میر حسین موسوي او مهدي کروبي وروسته له هغه نظربند شول چې په تونس او مصر کې یې د خلکو له پاڅونونو سره د همغږې د څرګندولو په خاطر په ایران کې د مظاهرو غوښتنه وکړه .

په ايران کې حکومت مخالفې وېبپاڼې وايي چې د مخالفينو دوه مشران – ميرحسين موسوي او مهدي کروبي له خپلو مېرمنو سره زندان ته لېږدول شوي دي.

دغه دوه تنه له هغه راهيسې چې د مصر د پاڅون په ملاتړ کې يې د غونډو د جوړېدو بلنه ورکړه، په کور کې نظربند وو.

يوه ايراني چارواکي د فارس خبري آژانس ته ويلي چې دغه دواړه کسان لا هم په خپلو کورونو کې دي، خو د کورنيو غړي يې دا نه مني.

واشنګټن د ایران د مخالفې ټلوالې د مشرانو د خوشي کېدو غوښتنه کوي

واشنګټن له ایرانه په زغرده غوښتي چې میرحسین موسوي او مهدي کروبي او د دوی ښځې خوشې کړي .

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني د تېرې دوشنبې په ورځ وویل، واشنګټن د موسوي او کروبي نیول یو 'نامنلی' کار بولي او له تهرانه یې د خوشي کولو غوښتنه کوي.

موسوي ته یوې نژدې وېبپاڼې ویلي چې د ټلوالې دغه دوه مشران د تهران زندان ته لېږدول شوي دي .

د ویلو ده چې موسوي او کروبي وړاندې په خپلو کورونو کې جبري پاتې کېدو ته اړ شوي ول .

موسوي او کروبي دواړو د تونس او مصر د لاریونونو هرکلی وکړ، چې په ترڅ کې یې ولسمشران زین العابدین بن علي او حسني مبارک له واکه لیرې او شتمنۍ یې کنګل کړای شوې .

ځينو ایراني سیاستوالو د موسوي او کروبي د محاکمې او اعدامولو غوښتنه کړې وه، چې په وینا یې د لاریونونو او تاوتریخوالو تر شا د همدوی لاسونه دي .

د روانې میاشتې په لومړیو کې د ایران د قضايه ځواک رییس ایت الله صادق لاریجاني د اصلاح غوښتونکې مخالفې ټلوالې مشران په خیانت تورن کړي ول .

لاریجاني ويلي ول ''د ټلوالې د مشرانو خیانت ټولو ته په ډاګه شوی، دوی باید پوی شي چې دوی خوارج دي، که څه هم په اسلام کې زړه سوی شته، خو موږ د پرېکړې پروړاندې زړه سوی نه شو کولی.''

بشري حقونه

د بشري حقونو ډلې او د ایران د مخالفو مشرانو پلویانو په چټکۍ د مخالفو مشرانو میر حسین مسووي او مهدي کروبي د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

دغه غوښتنه وروسته ترهغه شوې چې راپورونو ویل دواړه مخالف مشران په خپلو کورونو کې له نظربندې نه بل ناڅرګند ځای ته وړل شوي دي. په دې اړه د بي بي سي د خبریال جان لاین راپور ابراهیم امیري وړاندې کوي.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې له هغه مهال راهیسې چې په ایران کې د ولسمشرۍ لانجمن انتخابات ترسره شول د میر حسین موسوي او مهدي کروبي پر ګرځېدو راګرځېدو او خبرو بندیزونه لګول شوي وو .

اوس دغه بندیزونه لا ډیر کړای شوي دي. د فبرورې د میاشتې په لومړیو کې دواړه مخالف مشران او د هغوی مېرمنې په خپلو کورونو کې د ایراني چارواکو له خوا نظربند شول .

میر حسین موسوي او مهدي کروبي وروسته له هغه نظربند شول چې په تونس او مصر کې یې د خلکو له پاڅونونو سره د همغږې د څرګندولو په خاطر په ایران کې د مظاهرو غوښتنه وکړه .

اوس د دواړو پلویان وايي ایراني چارواکو دواړه مشران له خپلو کورونو ایستلي او ناڅرګند ځای ته یې لېږدولي دي.

یوه اصلاح غوښتونکې وېبپاڼه وايي چې د مهدي کروبي یوه ګاونډي ورته ویلې چې د امنیتي کسانو اته موټر د تېرې پنجشنبې په شپه راغلل او ښاغلي کروبي او د هغه مېرمنه فاطمه یې له ځان سره یووړل. یوه بل ګاونډي بیا ویلې چې له هماغه شپې راهیسې د مهدي کروبي د کور ټول څراغونه مړه دي .

په ایران کې د بشري حقونو لپاره نړیوال کمپاین کوونکي وايي ګومان کوي چې ښاغلي کروبي او د هغه مېرمن او دغه راز ښاغلي موسوي او د هغه مېرمن یوه ناڅرګند ځای ته لېږدول شوي دي.

د بشري حقونو لپاره کمپاین کوونکو په چټکې د ایران د مخالفو مشرانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب