نن د مارچ لومړۍ، د تاريخ په پاڼو کې

نن د مارچ لومړۍ نېټه په تاريخ کې ځينې دا مهمې پېښې شوي دي:

هلاکو خان د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په 1260 ميلادي کال کې هلاکو خان، چې د چنګيز خان لمسی و، دمشق ونيو

په 1260 ميلادي کال کې هلاکو خان، چې د چنګيز خان لمسی و، دمشق ونيو

په 1562 کال کې جنرال ګويز د 1200 پروتستانت عيسويان د وژل امر ورکړ او د وينو حمام يې رامنځ ته کړ

په کال 1565 کې هسپانيويانو د برازيل روي دي جينېرو ښار ونيو

په 1780 کال کې پن لومړنی امريکايي ايالت شو چې غلامي يې له منځه يوړه، البته د نويو زېږېدلو ماشومانو لپاره

په 1811 کې د مصر پاچا محمد علي باشا د 500 کسانو د وژلو نظاره وکړه

په کال 1864 کې ريبيکا لي لومړنۍ تورۍ ښځه وه چې په امريکا کې يې طبي درجه ترلاسه کړه

په 1872 کې د يلو سټون يا ژېړې ډبرې نړيوال پارک په امريکا کې جوړ شو.

په کال 1880 کې پنسلوانيا د امريکا لومړنی يالت شو چې غلامي يې ختمه کړه

په 1912 کال کې البريت بيري لومړنی کس شو چې د پاراشوټ په وسيلې يې ځان له الوتکې وغورځاوه

په 1919 کال کې کوريايانو له جاپان څخه د خپلواکۍ لپاره لاريون پيل کړ

په 1941 کال کې لومړنۍ سوداګريزې ايف ايم راډيو په امريکا کې په خپرونو پيل وکړ

په 1941 کال کې جرمني پوځيانو پر بلغاريا يرغل وکړ

په 1946 کال کې بريتانيا تر 252 کلونو وروسته د انګلند بانک واګې ترلاسه کړې

په کال 1962 کې دوه سوه زرو فرانسوي کان کيندونکو په اعتصاب لاس پورې کړ

ورته مطالب