لوېديځ پر قذافي د لېرې کېدو زور راوړی

قذافي
Image caption قذافي: ''دوی زموږ ملاتړ کوي زموږ پر ضد نه دي، هېڅوک زموږ پر خلاف نه دي، ولې زموږ پر ضد مخالفت وکړي، زه خو ولسمشر نه یم .''

لوېديځ مشران لگيا دي پر معمر قذافي د زور د ډېرولو لارې وڅېړي.

د امريکا د دفاع وزارت وايي چې د لېبيا شاوخوا د خپلو سمندري او هوايي ځواکونو ځاى بدلوي چې د اړتيا پر مهال يې لاسونه پرانستي وي.

په ملگرو ملتو کې د امريکا استازې سيوزان رايس وايي ډگرمن قذافي په وهمونو کې ډوب دى او مشري نشي کولى. هغې وويل کله چې دى له بهرنيو ژورنالستانو سره غږېږي او خاندي، په داسې حال کې چې ورسره جوخت - د هغې په ټکو- لگيا دى خپل ولس قصابي کوي، له واقعيتونو نه دده د لېرې والي څرگندويي کوي.

د لېبيا ايسار مشر معمرقذافي بي بي سي ته وويل چې پر ولس گران دى او اصلي لېبيايان يې پر خلاف مظاهرې نه کوي او هغوى چې يې کوي القاعدې نشه يي توکي ورکړي دي .

هغه وويل چې اعتراض کوونکي له تښتول شويو وسلو کار اخلي خو د لېبيا امنيتي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې ځوابيه ډزې ونه کړي .

په لېبیا کې د روان تاوتریخوالي په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او اروپايي ټولنې له خوا پر لېبیا یو لړ بندیزونه لګول شوي، چې پر دغه هېواد د وسلو پلورل هم په کې راځي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې وویل امریکا په لېبیا کې د واک د منظم لېږدولو ملاتړ کوي او وايي معمر القذافي باید ژر تر ژر واک پرېږدي .

د لیبیا له پلازمېنې شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره ختیځ لور ته د 'مصراته' په ښار کې د حکومت د پلویانو او مخالفینو ترمنځ د خال - خال نښتو راپورونه هم ورکول شوي دي .

راپورونه وايي د مصراته ښار د حکومت د مخالفو لاریون کوونکو په لاس کې دی، خو شاوخوا سیمې او یوه ستره پوځي اډه لا هم قذافي ته د وفادارو پوځیانو په لاس کې ده .

په خپله د طرابلس په څنډو کې هم د حکومت ضد لاریون خبرې کیږي .

یوه تن پاکستاني انجنیر بي بي سي پښتو څانګې ته د طرابلس د حالاتو په اړه وویل:

''لږ شیبه مخکې زه بهر ووتم هلته لاریون روان و. هغوی لاریون کاوه، تاسې له طرابلس څخه بهر ته نشی وتلای او څوک وردننه کېدای هم نشي .

که درته ووایم، په سړکونو ډېر لږ موټرونه ګرځي، خو ټول مارکیټونه تړلي دي، اوبه او خواړه نشی ترلاسه کولای .''

د رپوټونو له مخې په هر ساعت کې شاوخوا زر تنه د لبیا له پولو بهر اوړي او زیاتره یې هغه بهرني کارکوونکي دي چې لیبیا ته د کار لپاره تللي و .

Image caption په ملگرو ملتو کې د امريکا استازې سيوزان رايس وايي ډگرمن قدافي په وهمونو کې ډوب دى او مشري نشي کولى. هغې وويل کله چې دى له بهرنيو ژورنالستانو سره غږېږي او خاندي، په داسې حال کې چې ورسره جوخت - دهغې په ټکو- لگيا دى خپل ولس قصابي کوي، له واقعيتونو نه دده د لېرې والي څرگندويي کوي.

د خیبر پښتونخوا اوسېدونکی آصف خټک هم یو له هغو څخه و، چې اوس پېښور ته رسېدلی دی، دی خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي :

خو پخپله معمر القذافي وايي هغه خلک چې سړکونو ته راوتلي له ده سره مینه لري او له دې انکار کوي چې څوک د هغعه پر ضد لاریون کوي .

ښاغلي قذافي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، لاریون کوونکو دده په ملاتړ لاریونونه کړي دي:

''دوی زموږ ملاتړ کوي زموږ پر ضد نه دي، هېڅوک زموږ پر خلاف نه دي، ولې زموږ پر ضد مخالفت وکړي، زه خو ولسمشر نه یم .''

دوی له ما سره مینه لري، ټول خلک له ما سره دي او ټول له ما سره مینه لري، دوی زما او زما د پلویان د ساتنې لپاره سر ورکوي .

امریکا د لیبیا د دېرش ملیارده ډالرو پانګې د کنګلولو اعلان کړی، سویس هم دې ته ورته ګام پورته کړی دی .

ورته مطالب