د مصر 'الاخبار' ورځپاڼه: مبارک په سعودي کې دی

مبارک له خپلې کورنۍ سره د انځور حقوق gb
Image caption ورځپاڼې دا هم ویلي چې "د مخکيني ولسمشر د ښځې سوسن او دوو زامنو علاء او جمال مبارک په ګډون ټوله کورنۍ دا مهال د سعودي عربستان په تبوک ښار کې ده، چې هلته د پوځي اډې تر نظارت لاندې ژوند کوي."

د مصر 'الاخبار' ورځپاڼې ویلي چې د دغه هېواد لیرې کړل شوی ولسمشر حسني مبارک د سعودي عربستان يوه پوځي روغتون ته د درملنې لپاره تللی دی .

د تېرې سه شنبې په ورځ یوې پوځي سرچینې ویلي ول چې ښاغلي مبارک او کورنۍ یې له مصر څخه د وتلو هڅه کړې، خو تر هڅې وروسته د قاهرې روغتون ته لېږدول شوی دی

'الاخبار' د خپلو سرچینو په حواله کاږي، مبارک دام هال د سعودي عربستان د ت'بوک' ښار په يوه پوځي روغتون تر درملنې لاندې دی.

نوموړی په سرطان ناروغۍ اخته دی .

ورځپاڼه زیاتوي: " مبارک په هرو پنځو ورځو کې یو ځل د ډاکټرانو کتلو ته اړتیا لري، چې په وینا یې د تېرې فبرورۍ پر ۱۱مه له واکه تر لیرې کېدا وروسته یې ناجوړي زیاته شوې ده."

ورځپاڼې دا هم ویلي چې "د مخکيني ولسمشر د ښځې سوسن او دوو زامنو علاء او جمال مبارک په ګډون ټوله کورنۍ دا مهال د سعودي عربستان په تبوک ښار کې ده، چې هلته د پوځي اډې تر نظارت لاندې ژوند کوي."

د فبرورۍ پر ۱۱مه له واکه تر لیرې کېدا وروسته مصري چارواکو ویلي ول چې مبارک په شرم الشیخ کې دی، او د هغه د ناروغۍ د زیاتېدو خبره یې رد کړې وه .

خو یو شمېر ډاکټرانو چې په شرم الشیخ کې د ښاغلي مبارک پر درملنه بوخت ول، رسنیو ته ویلي ول چې د هغه ناروغي زیاته شوې ده .

د تېرې دوشنبې په ورځ د مصر لوی څارنوال پر مبارک او د هغه پر کورنۍ له هېواده د وتلو بندیز ولګاوه او د هغه د پانګو د کنګل کولو پرېکړه هم وشوه .

پر هغه تور و چې ګني په ناقانونه توګه یې ډېرې زیاتې پیسې ترلاسه کړې دي .

ورته مطالب