د قذافي ځواکونه: 'زاویه' ښار مو بېرته ونیو

قذافي
Image caption رپوټونه وايي قذافي له شمالي مالي څخه سلګونه کسان مسلح کړي چې د هغه له ځواکونو سره اوږه په اوږه وجنګېږي .

د لېبيا مشر معمر القذافي ته وفادار ځواکونه د هغو ښارونو د بېرته نيولو لپاره جنګېږي چې وړاندې يې له ګوتو وتلي دي.

د پلازمېنې په لوېديځ کې پروت زاويه ښار کې د مخالفينو يوه وياند بي بي سي ته وويل له دې سره سره چې حکومتي ځواکونو ډېرې وسلې او مهمات درلودل خو دوی يې يو يرغل پر شاتمبولی دی.

خو د حکومت يو وياند وايي چې د لېبيا پوځ اوس ددغه ښار ولکه تر ګوتو کړې ده .

د پلازمېنې په ختيځ کې هم د حکومت مخالفين د پوځ له ليکو تښتېدلي او د 'راس لانوف' نفتي بندر ته تللي دي .

په بنغازي کې ډاکټران وايي چې د وسلو په يوه زېرمه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه اوه لس تنه وژل شوي دي .

خو د حکومت یوه ویاند ویلي چې پوځ زاویه ښار بېرته نیولی دی .

په طرابلس کې د بي بي سي خبریال وايي، داسې ښکاري چې قذافي یو شمېر له لاسه وتلې سیمې بېرته نیولې او د پاتې کېدو امکان یې ډېر شوی دی .

د انټرنېټ غوڅېدل

بل خوا، له تېرې پنجشنبې راهیسې په لېبیا کې په بشپړه توګه د انټرنېټ د پرې کېدو راپورونه ورکړل شوي .

د ویلو ده چې په لېبیا کې په سلو کې شپږ کسان انټرنېټ کاروي، چې دا شمېر په مصر کې ۲۴٪ او په متحده ایالتونو کې ۸۱٪ دی .

د انځور حقوق AFP

بل خوا د امریکا سمندري ځواک ويلي چې د لېبیا شاوخوا زیاتېدونکي اړدوړ په لړ کې یې د یونان کریت ټاپو ته څېرمه په امریکايي سمندري پوځي اډه کې شاوخوا ۱۳۰۰ پوځيان کوز کړي دي .

کډ‌وال

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي په تېره یوه اوونۍ کې له لېبیا څخه سرحدي سیمو ته تر ۱۷۰ زره ډېرې کورنۍ د مخ پر زیاتېدونکي اړدوړ له کبله کوچېدلې دي .

ملګري ملتونه وايي زیاتره کډوالو په لېبیا کې کاروبار درلود، او غواړي چې له لېبیا ووځي .

ورته مطالب