اوباما: د منځني ختيځ لاریونونه 'د خپلواکۍ پر لور بادونه' دي

اوباما
Image caption اوباما ویلي د عربي نړۍ روان لاریونونه د 'خپلواکۍ پر لورو لګېدلي بادونه دي'.

ا امریکا ولسمشر باراک اوباما د منځني ختيځ او عربي نړۍ روان لاریونونه د راتلونکو نسلونو لپاره د ازادۍ او خپلواکۍ د لارې پرانستل بللي دي .

نوموړي ويلي، دغه لاریونونه د امریکا په ګټه دي، چې ډېر فرصت په لاس ورکولی شي .

نوموړي روان لاریونونه او عربي هېوادونو د مشرانو لیرې کېدل ''د خپلواکۍ بادونه'' بللي چې په خبره یې په لړ کې یې ولسمشر حسني مبارک له واکه لیرې شو .

بارک اوباما د لاریونونو ترشا له سمبالوونکو غوښتي چې له متحده ایالتونو او اسراییلو سره لاسونه یو کړي .

له واکه د مبارک تر لیرې کېدو وروسته اسراییل چې له مصر سره د سولې تړون لري، اندېښمن شول، او په امریکا کې د یهودانو ټولنه هم د هغه په لیرې کېدو اندېښمنه شوه .

وړاندې سپینې ماڼۍ ویلي ول که څه هم د مصر ولسمشر له واکه لیرې شو، خو دغه هېواد له اسراییلو سره د سولې پر تړون ولاړ دی .

د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ ګېبس وویل ''په مصر له راتلونکي حکومته تمه لرو چې له اسراییل سره د مصري حکومت د سولې لاسليک شوي تړون ته ژمن پاتې شي، او د ۱۹۷۷ د کېمپ ډېوېډ تړون ته درناوی وکړي، چې په لړ کې یې د مصر او اسراییلو ترمنځ امریکا منځګړيتوب کړی دی. ''

ګېبس دا هم ويلي ''دا تړون پخپله له ولسمشر (حسني مبارک) سره نه دی شوی، بلکې د مصر له حکومت، هېواد او خلکو سره شوی دی .''

ورته مطالب