قذافي اروپا ته: القاعده او ترهګر ستاسو سرحد ته رسېدلي

قذافي
Image caption قذافي اروپا ته خبرداری ورکړی، که چېرې لېبیا د هغه په وینا د ترهګرو لاس ته ولوېږي، نو ډېر ژر به پر اروپا هم بر یدونه وکړي .

د لېبیا ولسمشر ډګرمن معمر القذافي ويلي دا مهال له ترهګرو سره په جګړې بوخت دی .

نوموړي له یوې فرانسوي ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې له ده سره هېڅ کوم بهرنی په پیسو رانیول شوی جنګیالی نه شته .

وړاندې داسې رپوټونه ول، چې ګني قذافي له سومالیا او ځینو نوروو هېوادونو په پیسو رانیولي جنګيالي جنګوي، چې په هېڅ هم سرپه نه کوي .

قدافي ويلي: "زه هک پک یم هېڅوک هم پر دې ځان نه پوهوي چې دا د ترهګرۍ پرضد جګړه ده."

نوموړی زیاتوي: "زموږ امنيتي سازمان له تاسو سره دی، او په تېرو څو کلونو کې مو له تاسو سره لاسونه یو کړي ول، اوس چې موږ د ترهګرۍ پرضد جګړه بوخت یو، ولې مو هېڅوک لاسنیوی نه کوي ؟".

ډګرمن قذافي ويلي: "دلته موږ له اسلامي جهاد، بن لادن او د هغه له ملګرو سره جنګېږو، دا لړۍ به ستاسو سمندر او وچې ته هم ننوځي، د تورو ږیرو، غلو او عثمانیانو ورځو ته به مو ستانه کړي، چې بیا ستاسو له بېړیو هم باج اخیستل کېږي . "

قذافي په ټينګار ویلي که څه هم په لېبیا کې وضعیت نارامه شوی، خو حکومت یې "ښه کار کوي"، او اروپا ته یې خبرداری ورکړی که چېرې لاریوني واک ترې واخلي، ټول لېبیايان به اروپا ته وکوچېږي .

ده همداراز له ملګرو ملتونو او افریقايي اتحادیې په لېبیا کې د وضعیت د سم لاسي ارزولو غوښتنه کړې ده .

معمرالقذافي فرانسوي ورځپاڼې ته ویلي: "لومړی زه غواړم چې ملګري ملتونه او افریقايي اتحادیه په لېبیا کې پلټنه وکړي، که فرانسه هم ورسره ملګرې شي، زه یې منم ."

ورته مطالب