سعودي: لاريونونه منعه او له شريعت سره په ټکر کې دي

سعودي پولیس او لاریوني
Image caption د کورنیو چارو وزارت په وینا ''شریعت لاریونونو ته اجازه نه ورکوي .''

د سعودي حکومت د عامه احتجاجونه پر وړاندې ګوتڅنډنه کړې او ويلي يې دي، دا يو ناقانونه او د اسلام د لارښوونو ضد عمل دی .

د سعودی حکومت ويلي پوليس به د هغو کسانو پر ضد چې د قانون ماتولو هڅه کوي په ټولو اړينو تدبيرونو لاس پورې کړي .

د سعودي د کورنيو چارو وزارت دغه خبرداری وروسته له هغه ورکړ چې د دغه هېواد په ختيځ د ډېری شيعه مېشته سيمه کې د جمعې په ورځ واړه احتجاجونه وشول .

د سياسي اصلاحاتو غوښتنې په موخه په مارچ کې د نورو مظاهرو غږ هم شوی دی .

د کورنیو چارو وزارت په ويناپاڼه کې راغلي "په سعودي عربستان کې واکمن نظام پر هر راز لاریون بندیز لګولی، ځکه چې له اسلامي شریعت، دودونو او د سعودي عربستان له ټولنې او ارزښتونو سره په ښکاره مخالفت دی . "

په ويناپاڼه کې راغلي چې "هر هغه څوک چې د واکمن نظام پروړاندې د خنډونو او ستونزو د ر امنځ ته کولو هڅه کوي، پروړاندې به یې غبرګون وښودل شي ."

د تېرې جمعې په ورځ د سعودي عربستان په ختيځ کې د دیني مشر توفیق العامر د نیولو پروړاندې پر فېسبوک د "غصې ورځې" د لاریونونو بلنه ورکړل شوې وه .

د جمعې په ورځ په دغو لاریونونو کې سلګونه کسانو برخه واخیسته او ښاغلي العامر د خوشي کولو غوښتنه یې کوله .

عيني شاهدان وايي په القصیف سیمه کې ورته کوچني لاریونونه وشول، خو پولیسو لاریوني تیت پرک کړل .

په سعودي عربستان کې د بشري حقونو د ټولنې مخکني رییس ابراهیم المقيطیب فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي "۲۲ کسانو چې دوه په کې لیکوال دي، د تېرې پنجشنبې پرماښام په القطیف کې د لاریون تر تیت پرک کولو وروسته ونیول شول، چې په دوی کې العامر هم و ."

العامر په سعودي عربستان کې د شیعه او سنيانو ترمنځ د یووالي غوښتونکی دی .

د سعودي لږکیو شیعه وګړو د خبرونو ځانګړې وېبپاڼې "راصد" لیکلي چارواکو العامر "په سعودي عربستان کې د توکمیزو توپیرونو له منځه وړلو د بلنې پرمهال نیولی دی ."

او په ریاض کې امنيتي چارواکو لږترلږه درې هغه کسان نیولي، چې د یوه جومات مخې ته یې د شاهي نظام پرضد شعارونه ورکول .

عیني شاهدانو ویلي ځینې کسانو له ځانونه سره د "د مارچ د ۴ ځوانان" په نامه شعارونه لېږدول او د جمعې تر لمانځه وروسته د پلازمېنې ریاض ښار په ختيځ کې د الراجحي جومات مخې ته راټول شوي ول د واکمن نظام د ظلم پرضد یې شعارونه ورکول .

مخکې له دې چې د پولیسو له خوا درې لاریوني ونیول شي، لمونځ کوونکي له لاریون کوونکو سره لاس او ګرېوان شول .

پر فېسبوک دغې ډلې د "حنین پاڅون" په نامه په ټول هېواد کې د روان مارچ پر ۱۱مه د پراخه لاریونونو غوښتنه کړې ده .

او په تېره چهارشنبه د سعودي په القطيف کې لږترلږه ۱۶ محصلین نیول شوي .

ورته مطالب