فرانسې د لېبيا حکومت مخالفي په رسميت وپېژندل

فرانسوي ولسمشر د انځور حقوق AFP
Image caption د فرانسې ولسمشر د لېبيا له حکومت مخالفو سره وليدل

فرانسې په رسمي توگه د معمر قدافي مخالفې ډلې ، د ليبيا د خاورې د استازو په توگه په رسميت وپيژندل . د ملي انتقالي شورا په نوم د مخالفو ډلو دغه درې کسيز پلاوي نن سهار په پاريس کې له ولسمشر سر کوزي سره خبرې وکړې.

د فرانسوي چارواکو له خولې ويل شوي چې مخالفې ډلې د ليبيا يانو اصلي استازي دي او تمه کيږي چې ژر به فرانسه د ليبيا په ختيځ کې د بنغازي ښار ته خپل سفير واستوي چې دا مهال د مخالفينو مرکز دى

د سره صليب نړيواله ټولنه وايي ليبيا اوس په کورنۍ جگړې کې ښکيل يو هيواد دى .

د الوتکو او ټانکونو په ملاتړ د معمر قذافي ځواکونه د مخالفو ډلو ځپلو ته دوام ورکوي .

مسلکي روزل شوي ليبيا يي ځواکونو د هيواد په لويديځ کې د زاويې ښار له نيولو وروسته اوس د پلازمينې په ختيځ کې پام د راس لانوف ښار ته اوښتى چې په وروستيو ورځو کې پکې سختې جگړې شوې او شاوخوا ٣ اونۍ وړاندې حکومت مخالفو ډلو نيولى

په جينوا کې د سره صليب مشر د ملکي وگړو د ژوند د خونديتوب لپاره د هر ډول احتياطي گامونو د پورته کولو غږ کړى او ټينگار يې کړى چې د بشري مرستو رسولو ادارو ته بايد اجازه ورکړل شي چې د ليبيا ټولو سېمو ته لاس رسى ومومي .

سور صليب دا مهال يوازې د هيواد شمالي برخو ته لاس رسى لري او انديښنه يې داده چې د روانې شخړې څخه د نژدې يوې مياشتې په تيريدو سره ډيرې سېمې له بشري مرستو بې برخې دي .

د بي بي سي خبريالان

د بي بي سي د عربي برخي درې غړي په د ليبيا په پلازمينې طرابلس کې د اسې مهال نيول شوي او وخل شوي چې د حالاتو په اړه په رپوټ ورکولو بوخت وو .

دوى د تيرې دو شنبې په ورځ نيول شوي وو اوپه داسې حال کې چې لاسونه يې تړلي او مخونه يې پټ شوي وو بيلا بيلو پوځي چوڼيو ته وړل شوي او وهل شوي دي.او د وژل کيدو گواښونه ورته شوي وو .

د بي بي سي یوه خبري ډله چې غوښتل یې د زاویه ښار ته ولاړ شي معمر القذافي ته د وفادارو کسانو له خوا تر نیول کېدو وروسته وهل ډبول شوي دي.

دغه درې تنه په سوکانو، لغتو او د ټوپک په شپېلیو وهل شوي، او برید کوونکو چې د لیبیا د پټو پولیسو غړي و، داسې یې ښووله چې ددوی د اعدامولو هوډ لري.

د بي بي سي دا درې کارکوونکي یوویشت ساعت بندیان و، چې اوس د الوتکې په وسیلې له لیبیا وتلي دي.

دولتي ځواکونه د زاویه ښار په شاوخوا کې له مخالفو وسله والو سره په سختو جګړو اخته دي او هڅه کوي چې مخالفې وسله والې ډلې له سیمې وباسي.

د بي بي سي کارکارکوونکو غوښتل د نورو خبریالانو په شان له دولتي خنډونو تېر شي او ځان د زاویه محاصره شوي ښار ته ورسوي.

سترگې لاس

تر نیول کېدو ورورسته د دوی سترګې او لاسونه وتړل شول او وروسته په طرابلس کې یوې غټې پوځې اډې ته ولېږدول شول

د بي بي سي د دغو دریو غړو څخه یو هم کریس کاپ سیمت وو، هغه وايي کله چې موږ ونیول شولو نو له یوه دیوال سره یې کتار ودرولو زه په کتار کې وروستی تن وم، کله مې چې وکتل یو تن په شخصي جامو کې له تفنګچې سره راغی او زموږ د هر یوه پر سر یې راکېښوده، کله چې ما وروکتل نو چیغه یې رباندې وکړه.

بیا زما خواته راغی او تومانچه یې زما پر غاړه کېښوده او ماشه یې کش کړه، ګولې مې له غوږه تېره شوه هلته ټولو سرتېرو خندل.

یرغمل کوونکو د بي بي سي کارکوونکو ته ویلي هغه راپورونه چې دوی یې د لیبیا د خلکو د پاڅون په اړه خپروي خوښ یې نه دي او د بي بي سي کارکوونکي یې جاسوس په نوم یې یاد کړي دي.

ګوکتای چې ددغه ټیم فلم اخیستونکی دی وايي پدې باور و چې حتما وژل کیږي.

د لیبیا یوه چارواکي ددې پېښې له امله بښنه غوښتې، خو بي بي سي په یوې بیانیې کې ویلي چې دغه ځورونې په کلکه غندي.