جاپان: په زلزله کې تر ۱۰۰۰ ډېرکسان وژل شوي او ورک دي

جاپان د انځور حقوق AP
Image caption تر زلزلې وروسته د څونامي څپو ګڼ ګاډي او لرګين کورونه په اوبو لاهو کړي دي .

د جاپان په شمال ختيځ کې تر سختې زلزلې وروسته د ژغورنې هڅې پیل شوې دي .

د تېرې جمعې په ورځ د جاپان په شمال ختيځو سیمو کې تر سختې زلزلې وروسته د څونامي خبرداری هم ورکړل شوی و .

ژغورندویه ډلې وايي چې تر اوسه سلګونه مړي موندل شوي او سلګونه نور تر خاورو لاندې او ګڼ نور ورک دی .

د ژغورنې په دې عملیاتو کې د جاپان دفاع وزارت زرګونه د سلګونه الوتکو او بېړیو په مرسته پوځيان د مړو او ټپیانو په رایستلو بوخت دي .

انځورونه وګورﺉ

د جاپان رسنیو ویلي چې ښايي په دې ناورین کې تر ۱۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي ول، او سلګونه نور بیا وروسته له هغه چې پر سیمو یې د اوبو څپې راغلې، تری تم دي .

د پلټنو او ژغورنو د سختو عملیاتو په ترڅ کې یوه داسې بېړۍ موندل شوې، چې شمالي ساحل ته څېرمه په کې ۸۱ کسان سپاره ول، خو ټوله سپرلۍ ژغورل شوې ده .

وروستیو رپوټونو د شنبې پر ګهيځ د ځمکې د لړزې خبرونه هم ورکړي دي، چې شدت یې ۶.۸ ته رسېده .

د څونامي د څپو شدت چې ځينې وخت به تر لسو مترو پورې رسېده، ګڼ کلي په بشپړه توګه په اوبو لاهو کړي دي .

په داسې حال کې چې په ساحلي سیمو کې ګڼ ګاډي او لرګين کورونه اوبو ورسره په مخه کړي، په جاپان کې د بل څونامي خبرداری ورکړی شوی او ځايي خلکو ته امر شوی چې لوړو ځایونو ته ځانونه ورسوي .

د انځور حقوق Reuters
Image caption د جاپان پر شمال ختيځو سیمو تر زلزلې وروسته د څونامي څپې راغلې .

د جاپان په شمال ختيځ څنډو کې له څلورو اورګاډو سره مخابراتي اړیکي پرې شوي دي .

زلزلې او څونامي 'سیندای' ښار تر ټولو ډېر زیانمن کړی، چې له 'میاجي' سره پروت دی، په دغه ځای کې د ژغورنې او کنډوالو د پلټنې پرمهال ۳۰۰ مړي موندل شوي دي .

او په 'فوکوشیما' کې بیا د خبرونو له مخې ۱۸۰۹۰ کورونه د څونامي له کبله ویجاړ شوي او د دغې سیمې په شمال ختيځ کې یو بند هم ړنګ شوی دی .

رپوټونه کاږي چې په پلازمېنه توکیو او ورڅېرمه سیمو کې هم ۲۸ کسان وژل شوي، او لاهم د زلزلې په سیمو کې د اور لمبې پورته کېږي .

د جاپان لومړي وزیر ناوتو کان د زیانمنو سیمو تر لیدو وړاندې د شنبې په ورځ د خپل حکومت بېړنۍ غونډه راغوښتې ده .

د چین او متحده ایالتونو په ګډون ګڼو هېوادونو جاپان ته د مرستندویه او ژغورنې د ډلو د لېږلو ژمنه کړې ده .

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ویلي جاپان ته دا مهال د امریکا مرستندویه الوتکې رسېدلې دي، چې نورې هم پر لاره دي .

اټومي بټۍ

د حکومت له خوا تر خبرداري ورکولو وروسته د توکیو په شمال کې ۲۴۰ کیلومتره لیرې له فوکوشیما اټومي سیمې څخه د زرګونه نژدې اوسېدونکو کسان د ایستلو لړۍ هم پیل شوې ده .

په جاپان کې چارواکو په دغه سیمه کې د بېړنیو حالاتو اعلان کړی دی .

Image caption د جاپان رسنیو ویلي چې ښايي په دې ناورین کې تر ۱۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي ول، او سلګونه نور بیا وروسته له هغه چې پر سیمو یې د اوبو څپې راغلې، تری تم دي .

حکومت او ټلوالې دواړو د اوسني وضعيت د ښه کولو لپاره د اضافه بوديجې اعلان هم کړی ، او د جاپان بانک بیا د دوشنبې پر ورځ د دغې بودیجې د رسمي اعلانولو خبره کړې ده .

مرکزي بانک ویلي چې د ونډو د اوسني کړکېچن وضعیت د ضمانت لپاره به ډېر ژر خپل اقدامات وکړي .

زلزلې د تېلو او معادنو پر بیو سخت ناوړه اغېز وکړ، او د جاپان ګڼې بندري اډې ورسره وتړل شوې .

د توکیو د ونډو بازار ویلي چې تر دوشنبې پورې به د معمول په څېر خپل کار ته دوام ورکوي، خو د توکیو ناریتا نړیوال ډګر تر یوه وخت پورې تړل شوی دی .

تر زلزلې وروسته د جاپان شمالي سیمو ته د اورګاډو غځېدلې پټلۍ او لارې تړل شوې دي .

ورته مطالب