په بنغازي کې د الجزیرې یو عکاس په ډزو وژل شوی

 علي حسن الجابر
Image caption ۵۶ کلن علي حسن الجابر د قطر اوسېدونکی او د الجزیرې د عکاسۍ د برخې رییس، چې له تېرې فبرورۍ راهیسې په لېبیا کې تر شخړو وروسته دا لومړی وژل شوی خبریال دی .

الجزیرې تلوېزیون ویلي چې یو عکاس یې د لېبیا په ختيځ کې بنغازي ښار ته څېرمه د بریدګرو په ډزو وژل شوی دی .

۵۶ کلن علي حسن الجابر د قطر اوسېدونکی او د الجزیرې د عکاسۍ د برخې رییس، چې له تېرې فبرورۍ راهیسې په لېبیا کې تر شخړو وروسته دا لومړی وژل شوی خبریال دی .

الجزیرې تلوېزیون پر خپله وېبپاڼه ویلي د بنغازي ښار په سوېل ختيځ الهواري سیمه کې د دوی پر عکاس او خبریال برید وشو، چې ښاغلی الجابر له ژورو ټپونو ومړ خو خبریال ناصر الهدار بیا سخت ټپي شو .

په بنغازي کې د الجزیرې خبریال بیبه ولد امهادي وايي ''الجابر درې ځایه ټپونه وخوړل، چې له همدغو ټپونو یې ساه ورکړه، او د ژغورنې ډلې ونه توانېدې، چې هغه وژغوري.''

د الجزیرې عمومي مشر وضاح خنفر ویلي الجزیره به د الجابر په حق کې چوپه خوله پاتې نه شي، او تر خپله وسه به قانون ته د هغه د وژونکو د راکاږلو هڅه وکړي .

نوموړي لېبیايي چارواکي پړه وبلل چې په وینا یې د الجزیرې د کارکوونکو پرضد یې وحشیانه کار کړی .

د لېبیا واکمن نظام وړاندې څو څو ځلې پر الجزیره تلوېزیون تور لګولی چې د لېبیا د پېښو په اړه له مبالغې کار اخلي او خلک د نظام پرضد راپاروي .

د تېرې پنجشنبې پر ورځ لېبیايي چارواکو د ''او استادو'' په نامه یوه برازیلۍ خبریاله په طرابلس کې تر اتو ورځو بند وروسته خوشې کړه .

خو ''ګارډين'' ورځپاڼه وايي چې لاهم له لېبیايي امنيتي چارواکو سره د دوی یو عراقی خبریال غیث عبدالاحد بندي دی .

ورته مطالب