د مارچ ۱۵مه، د تاريخ په پاڼو کې

نن د مارچ ١٥مه د تاريخ په پاڼو کې دغه پېښې ثبت شوې دي

یمن د انځور حقوق AP
Image caption د ١٩٦٨ کال د مارچ په ١٥ په جنوبي يمن کې پاڅون وشو

د ١٣٦٠ کال د مارچ په ١٥ فرانسوي اشغالگر ځواکونه د برتانيې په جنوب کې ښکته شول او د وينچل سيمه يې ونيوله

د ١٩١٣ کال د مارچ په ١٥ وودرو وېلسن لومړى ولسمشر و چې خبري کنفرانس ته يې وينا وکړه

د ١٩٢٣ کال د مارچ په ١٥ په لينين درېيمه مغزي حمله راغله

د ١٩٣٤ کال د مارچ په ١٥ په امريکا کې د معلوماتو څانگه پرانيستل شوه

د ١٩٣٧ کال د مارچ په ١٥ په شيکاگو کې د وينې لومړى بانک پرانیستل شو

د ١٩٥٥ کال د مارچ په ١٥ د امریکا وسله وال ځواک له لومړيو توغنديو چې په خپله رهبري کېدل، پرده پورته کړه

د ١٩٥٨ کال د مارچ په ١٥ شوروي اتحاد په فضا کې لومړۍ اټومي ازموينه وکړه

د ١٩٦١ کال د مارچ په ١٥ جنوبي افريقا له کامن وېلت يا د هم گټو هېوادونو له ټولنې ووت

د ١٩٦٨ کال د مارچ په ١٥ په جنوبي يمن کې پاڅون وشو

د ١٩٧٢ کال د مارچ په ١٥ د دنمارک يوه الوتکه د عمان له غرونو سره وجنگېده او له کبله يې ١١٢ تنه مړه شول

ورته مطالب