جاپان: د فوکوشیما اټومي بټیو اټومي وړانګو کچه لوړه شوې ده

اتومي بټۍ
Image caption د اتومي بټۍ په هغه ریاکتور کې بیا اور لګېدلی چې د جمعې د ورځې زلزلې او څونامي زیانمن کړی دی خوهغه بېرته وژل شوی دی .

د جاپان حکومتي ویاند ویلي د فوکوشیما په اټومي بټۍ کې د اټومي وړانګو او لوګي کچه مخ پر لوړېدا ده، چې د ننه ګڼ کارکوونکي له هغه ځایه راوتلو ته اړایستل شوي . او د ۴ نمبر اټومي بټۍ ګرمېدل په ۳ نمبر اټومي بټۍ کې د لوګي د زیاتوالي لامل شوی دی .

د جاپان حکومت ویلي د فوکوشیما په اټومي بټۍ کې د اټومي وړانګو او لوګي کچه لوړه شوې، چې په کې شاوخوا ۵۰ کارکوونکي له هغه ځایه وتلو ته اړ شوي دي .

یوه حکومتي ویاند ویلي په ۴ نمبر اټومي بټۍ کې زیات حرارت د ۳ اټومي بټۍ د ګرمېدو او د لوګي د ډېرو لامل شوی دی .

د جاپان د وزیرانو شورا سکرتر یوکیو ادانو د چهارشنبې په ورځ وویل د اتومي وړانګو د کچې په لوړېدو سره له فوکوشیما شاوخوا هغه ۵۰ کارکوونکي رایستل شوي چې د فوکوشیما د بټیو د حرارت درجې د قابلو کولو هڅې یې کولې .

جاپاني چارواکي لاهم د جمعې د ورځې د زلزلې اوڅونامي له پایلو سره په مبارزه اخته دي .

څه د پاسه نیم میلیون خلک بې کوره شوي چې په هغو موقتي کورونو کې اوسېږي چې برېښنا او اوبه نه لري او دا په داسې حال کې ده چې د یخنۍ او واورې د کېدو وړاندوېینه شوې ده .

اوس څرګنده شوې چې څه پاسه ۲۵۰۰ کسان مړه شوي او ډېر نور تري تم دي . ښه خبر دادی چې ژغورونکو ۷۰ کلنه ښځه تر ناورین څلور ورځې وروسته له خلو خځلو ژوندۍ رایستلې ده .

په عین مها ل کې د اتو سترو پرمختللو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چې په پاریس کې غونډه کوي، د ناورین پر وړاندې د جاپان تیاری ستایلی دی .

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الن ژوپې وویل جاپان کولی شي په نړیوال ملاتړحساب وکړي :

''موږ په دې بې ساري او سخت حالت کې د جاپان زوړرتیا اوشهامت ته درناوی کوو، موږ د هغه څه په اړه ډاډمن یو چې جاپانی چارواکو د دغه ناورین له پایلو سره په سمه توګه مبارزه وکړه او ټوله نړۍ دا مني . لکه چې تاسو خبر یاست زموږ ډېرو حکومتونو بېړنۍ مرستې رسولې دي . موږ به لا هم له جاپان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو .''

۹۰ هېوادونو له جاپان سره د مرستې وړاندیزکړی دی، چې په دغو مرستو کې له شړیو نیولې بیا تر لټوونکو سپیو او پوځي ترانسپورت راځي .

په جاپان کې د بې پولې ډاکترانو د ټولنې مشر اریک اووانېس بي بي سي ته وویل د جاپان له پرځای هلو ځلو او منظم کارسره سره بیا هم مرستوته اړتیا ده چې لرې پرتو سیمو ته ورسېږي :

''دا د خوښۍ ځای دی چې وینو دې ناورین ته غبرګون څومره لوی او منظم دی، خو د داسې لوی ناورین په وړاندې حتی ډېرې منظمې ډلې هم کله ناکله له ستونزو سره مخامخېږي چې مرستې لرې پرتو سیمو ته ورسوي . داسې سیمې شته چې سړکونه وران شوی او لرې پرتو سیمو کې خلکوته لا خواړه اومرستې نه دي رسېدلې، نو ځکه موږ د داسې سیموپه لټه کې یو اوهلته خلکو ته درمل رسوو .''

په اقتصادي برخه کې هم جاپا ن ته زیان رسېدلی او په نړیوالو بازارونو کې د هغه هېواد د سکې ونډې را لوېدلې دي .

په لندن کې افغان اقتصاد پوه وحید نوشیر وایی د جاپان بحران په اسیا او اروپا هم خپل ناوړه اغېز کړی دی.

د اتومي بټۍ په هغه ریاکتور کې بیا اور لګېدلی چې د جمعې د ورځې زلزلې او څونامي زیانمن کړی دی خوهغه بېرته وژل شوی دی .

ورته مطالب