د مارچ ۱۶مه، د تاریخ په پاڼو کې

نن د مارچ ١٦ د تاريخ په پاڼو کې دغه پېښې ثبت شوې دي:

جیمي کارټر د انځور حقوق ap
Image caption د ١٩٧٧ميلادي کال د مارچ په ١٦ نېټه د امريکا ولسمشر کارتر د فلسطينيانو د هېواد د جوړولو ژمنه وکړه

د ١٠٧٩ ميلادي کال د مارچ په ١٦ نېټه ايران هجري شمسي تقويم خپل کړ

د ١٨٠٢ ميلادي کال د مارچ په ١٦ نېټه د امريکا د متحده ايالاتو وسله وال ځواک په خپل تشکيل کې د انجنيرۍ قطعه ور زياته کړه

د ١٨٢٧ ميلادي کال د مارچ په ١٦ نېټه په امریکا کې د تور پوستکو د ازادۍ د ژورنال په نوم لومړۍ گڼه له چاپه راووته

د ١٨٨٢ ميلادي کال د مارچ په ١٦ نېټه د امریکا سنا د سره صليب د رامنځ ته کولو په اړه يو تړون لاسليک کړ

د ١٩١٦ ميلادي کال د مارچ په ١٦ نېټه امريکا او کاناډا له يوه هېواد نه بل ته د مرغانو د اوښتو را اوښتو تړون لاسليک کړ

د ١٩٣٥ ميلادي کال د مارچ په ١٦ نېټه هيتلر د ورسېلا د تړون برعکس د جرمني د ځواکونو په وسلو د بېرته سمبالولو امر ورکړ

د ١٩٤٠ ميلادي کال د مارچ په ١٦نېټه جرمني د برتانيا په سمندري ځواکونو بريد وکړ

د ١٩٤١ ميلادي کال د مارچ په ١٦ نيېه په واشنگتن ډي سي کې د انځورونو ملي گالري پرانیستل شوه

د ١٩٥٩ ميلادي کال د مارچ په ١٦ نېټه عراق او شوروي اتحاد اقتصادي او د تخنيکي همکارۍ موافقه لاسليک کړه

د ١٩٦٢ ميلادي کال د مارچ په ١٦ نېټه په لومړي ځل د تيتان دوه په نوم توغندي پکار واچول شول

د ١٩٧٠ ميلادي کال د مارچ په ١٦ نېټه نوی انگليسي انجيل چاپ شو

د ١٩٧٦ميلادي کال د مارچ په ١٦ نېټه د برتانيا لومړي وزير هرالد ويلسن استعفا ورکړه

د ١٩٧٧ميلادي کال د مارچ په ١٦ نېټه د امريکا ولسمشر کارتر د فلسطينيانو د هېواد د جوړولو ژمنه وکړه

د ١٩٧٨ميلادي کال د مارچ په ١٦ نېټه د سيوز ٢٦ بيړۍ بېرته ځمکې ته راکوزه شوه

د ١٩٧٨ميلادي کال د مارچ په ١٦ نېټه د امريکا سنا د پاناما د کانال تړون لاسليک کړ

ورته مطالب