مالیزیا په اسلامي محکمه کې مسيحي وکیله ونه منله

مسيحي مدافع وکیله ویکټوریا مارټن
Image caption په کولالامپور کې یوه قاضي د ديني چارو د کمېسیون پرضد د دغې مسیحي وکیلې هغه تورونه رد کړل، چې وايي په ټولو اسلامي محاکمو کې مسلمان مدافع وکیلان ګمارل شوي دي .

په ماليزیا کې یوه مسيحي مدافع وکیله ونه توانېده چې په اسلامي محکمو کې د کار کولو موافقه ترلاسه کړي .

مدافع وکیلې ویکټوریا مارټن وویل، غواړي خپلو نامسلمانو موکلینو ته وښيي چې ان د مسلمانانو په محاکمو کې هم ددوی د دفاع لپاره هلې ځلې کوي .

د مالیزیا د اسلامي محکمو په مخ کې د مسلمانانو او غیرمسلمانانو دواړو دوسیې پرتې دي .

په دغه هېواد کې له دوو موازي قانوني نظامونو ګټه اخیستل کېږي .

ملکي محکمې هم د نامسلمانو وګړو قضیې څېړي، په داسې حال کې چې اسلامي قضايي نظام په هېواد کې د ډېرکیو مسلمانو وګړو قضايي مسالو ته ځانګړ شوی دی .

په کولالامپور کې یوه قاضي د ديني چارو د کمېسیون پرضد د دغې مسیحي وکیلې هغه تورونه رد کړل، چې وايي په ټولو اسلامي محاکمو کې مسلمان مدافع وکیلان ګمارل شوي دي .

دغه وکیله وايي چې دې ته اېښودل شوی شرط قانوني بڼه نه لري، او د قاضي د پرېکړې پروړاندې به د استنیاف غوښتنه وکړي .

د وکیلې مارټن په دې قضیه کې یو وکیل رانجیټ سینګهـ وايي " نامسلمانو وګړو ته د مسلمانو وکیلانو موندل ستونزمن کار دی، هغه هم په ځينو داسې مسایلو کې چې ددوی له دیني چارو سره په ټکر کې وي، دوی نه غواړي چې دفاع ترې وکړي".

د مالیزیا د ديني اسلامي شورا یو وکیل عبدالرحیم سینوان بیا وايي چې "نامسلمانو ته هېڅ ستونزه نه شته چې مدافع وکیلان دې ترې دفاع ونه کړي ."

تېر کال، د مالیزیا محکمې په لومړي ځل په اسلامي محاکمو کې ښځينه قاضیانې وګمارلې، چې د مسلمانو ښځو ټولنې هغه مهال ویلي ول، دوی به د اوږدمهال لپاره دا غوښتنه جاري وساتي .

خو په ملکي قضاء کې بیا له ډېر وخت راهیسې ښځينه قاضیانې شته .

د مالیزیا اسلامي قضاء تر ډېره پر شخصي احوالو، کورنیو، ښځینه چارو، طلاق، د ماشومانو د ساتنې او دې ته په ورته موضوع ګانو تمرکز کوي .

ورته مطالب