د څارګرو الوتکو پر بریدونو پاکستان سخت قهرېدلی دی

قومي مشران
Image caption قومي مشرانو په يوه خبرپاڼه کې ویلي "نړۍ به هڅه وکړي چې په ۴۰ وژل شوو کې د القاعدې د وژل شوو غړو شمېر مالوم کړي، دا برید د هغو سیمه ییزو قومي مشرانو او مخورو پر جرګې شوی، چې د دته خېلو او اړوندو سیمو د یوې شخړې د غوڅولو لپاره رابلل شوي ول . خو امریکایان زموږ هېڅ قومي مشران نه غواړي. "

د خیبر پښتونخوا په پېښور کې ځینو قومي مشرانو په شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې د څه باندې ۴۰ کسانو د وژل کېدا پروړاندې د غچ اخیستو هوډ کړی دی .

دغو قومي مشرانو په يوه پرېکړه لیک کې ویلي "موږ د خپل غچ اخیستو لپاره پوره ۱۰۰ کاله انتظار وکړ. موږ به خپل دښمن هېڅکله هېر نه کړو. "

د تېرې پنجشنبې ورځې په برید، چې زیاتره په کې قومي مشران او پولیس ووژل شول، د ټولو پاکستانیانو غصه ر اپارولې ده .

څارونکي وايي د څارګرو الوتکو بریدونه کېدای شي په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ له خوا د طالبانو پرضد مبارزې د څپ څپانده کېدو لامل وګرځي .

د پاکستان پوځ څو څو ځلې پر امریکا فشار راوړی چې په دا ډول بریدونو کې له دقته کار واخلي .

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال الیاس خان وايي د پنجشنبې مرګ ژوبله ښايي له اسلام اباد سره پر امریکا په هغه فشار راوړلو کې مرسته وکړي، چې نور دا ډول بریدونه بند کړي .

ویل کېږي چې په شمالي وزیرستان کې د القاعدې له خوا په افغانستان کې پر مېشتو امریکايي ځواکونو بریدونه طرحه کېږي .

'یوازې جرګه'

چارواکي وايي د پنجشنبې پر ورځ دوو څارګرو الوتکو بریدونه وکړل، یو توغندی د شکمنو اورپکو پر ګاډي وتوغول شو، او درې نور توغندي بیا پر هغو ګاډو وتوغول شول، چې یوې قومي جرګې ته یې قبایلي مشران او مخور لېږدول .

په برید کې ګڼ قومي مشران، سیمه ییز سوداګر او پولیس ووژل شول .

قومي مشرانو په يوه خبرپاڼه کې ویلي "نړۍ به هڅه وکړي چې په ۴۰ وژل شوو کې د القاعدې د وژل شوو غړو شمېر مالوم کړي، دا برید د هغو سیمه ییزو قومي مشرانو او مخورو پر جرګې شوی، چې د دته خېلو او اړوندو سیمو د یوې شخړې د غوڅولو لپاره رابلل شوي ول . خو امریکایان زموږ هېڅ قومي مشران نه غواړي. "

د جرګې یوه قومي مشر ملک فریدالله وزیرخان ویلي هغه تر برید ۳۰ دقیقې وروسته د پېښې ځای ته ورغلی، چې په برید کې یې څلور خپلوان هم وژل شوي دي .

نوموړي بي بي سي ته وویل: "د برید سیمه کاملاً په وینو لړلې وه. هلته هېڅ مکمل مړی نه و، د مړو پښې، لاسونه، سرونه هر لور ته لېدل کېدل، هېڅوک مې هم ونه پېژندل شو، خلکو د مړو ټوټې په خلتو کې لېږدولې ګوندي خپل خپلوان په کې وپېژندي."

هغه زیاته کړه، په برید کې ۴۴ کسان وژل شوي، چې ۱۳ په کې ماشومان ول .

د امریکايي ادارو تړل

په دې وروستي برید سره د پاکستان د سختې غصې په راپارېدلو سره په اسلام اباد کې د امریکا سفارت او په لاهور او پېښور کې یې کونسلګرۍ تړل شوې دي .

Image caption د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني د تېرې پنجشنبې پر ورځ ویلي ول "د برید په اړه چوپه خوله پاتې کېدل ناممکن دي؛ ځکه چې دغه برید د انسانانو ژوند ته په ډاګه سپکاوی دی ."

امریکا وایي چې خپل سفارت او کونسلګرۍ یې د یو لړ امنيتي دلایلو له کبله تر دویم امر پورې تړلي دي .

پاکستان له واشنګټنه د هغه برید په اړه د توضیحاتو او بښنې غوښتنه کړې، چې په ترڅ کې یې افغان پولې ته څېرمه په شمالي وزیرستان کې لږترلږه ۴۰ کسان ووژل شول .

پاکستان د امریکا د څارګرو الوتکو هغه برید په کلکه غندلی، چې پر شمالي وزیرستان یې تېره ورځ کړی و او په ترڅ کې یې ۴۰ کسان ووژل شول .

پاکستان وايي واشنګټن باید د قبایلي کسانو په وژنې بښنه وغواړي او د برید په اړه توضیحات ورکړي .

په دغه برید کې چې ظاهراً یې موخه د وسله والو طالبانو له منځه وړل وو، د ولسي وګړو، قومي مشرانو، پولیسو او طالبانو په ګډون ۴۰ کسان په کې ووژل شو.

لومړی برید د شمالي وزیرستان قبايلي سیمې مرکز میرانشا په لوېديځ کې په دته خېلو ښار وشو .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تهیمینا جانجو ویلي مرستیال وزیر سلمان بشیر په پاکستان کې د امریکا له سفیر کامیرون موټر د برید په اړه د توضحیاتو او بښنې غوښتنه کړې ده .

نوموړې زیاتوي، په واشنګټن کې د پاکستان سفیر حسین حقاني ته هم ورته امر شوی، چې له امریکا دغه غوښتنه وکړي .

بل خوا د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني د تېرې پنجشنبې پر ورځ ویلي ول "د برید په اړه چوپه خوله پاتې کېدل ناممکن دي؛ ځکه چې دغه برید د انسانانو ژوند ته په ډاګه سپکاوی دی ."

ښاغلي کیاڼي په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي پر وژل شوو خواشيني ښودلې او ټينګار یې دا دی چې د پاکستان پوځ هم په دغه پېښه سخت قهرېدلی چې په لړ کې یې د سیمې مخور او مشران په نښه شوي دي .

افغان پولې ته څېرمه قبایلي سیمې تر ډېره د وسله والو طالبانو د فزيکي خوځښت ځایونه دي، چې په دې وروستي برید کې یې د ۲۰۰۸ له اګست راپدېخوا تر ټولو ډېر خونړی هغه و .

د انځور حقوق y
Image caption پاکستاني چارواکي هغه تورونه نه مني چې ګني په پټه د څارګرو الوتکو د بریدونو ملاتړي دي . په دغو بریدونو کې ګڼ اورپکي او د دوی مشران وژل شوي، خو سلګونه ولسي وګړي یې هم وژلي دي .

چارواکي پاکستاني طالبانو له القاعدې سره په مرسته تورنوي، او وايي چې په تېرو څو کلونو کې د دوی د بریدونو په لړ کې تر ۴۱۰۰ کسان وژل شوي دي .

شمېرې ښيي چې د امریکا بې پيلوټه الوتکو یوازې په تېر ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان پر بېلابېلو سیمو د بریدونو په لړ کې تر ۶۷۰ ډېر کسان وژلي دي .

په بریدونو کې د ولسي وګړو په وژل کېدو سره د ګڼو پاکستانیانو غصه راوپارېده، په تېره بیا کله چې په تېره جنورۍ کې د امریکا د استخباراتي مامور ریمون ډېوېس په لاس په لاهور کې دوه پاکستانیان ووژل شول او نوموړی له څه بند وروسته بري اعلان شو .

ویل کېږي چې ښاغلي ډېوېس ته د وژل شوو کسانو کورنیو د بښنې اعلان وکړ، او هغوی ته د اسلامي شریعت په رڼا کې دیت وړاندې شو .

ورته مطالب