مشرف: "له شکنجې سره د برتانیا د نه موافقې راته نه وو ویل شوي"

پروېز مشرف د انځور حقوق b
Image caption پروېز مشرف له ۱۹۹۹ تر ۲۰۰۷ پورې د پاکستان ولسمشر و .

د پاکستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف د برتانیا د دولت د هغه دریځ په اړه خپل شک په ډاګه کړی چې هېوادونه حق نه لري د برتانیا وګړي د برتانیا د دولت په نوم شکنجه کړي.

هغه ویلي دی چې هغه ته کله هم نه دی ویل شوي چې دا د برتانیا پالیسي ده او شاید هر هغه څه چې موږ کول یو خاموشه موافقت وي.

د هغه دغه څرګندونو د MI5 سازمان په اړه پوښتنې راپورته کړې چې دغه سازمان تر کومه حده خبر و چې د القاعدې پر ضد جګړه کې زور کارېږی .

د MI5 پخوانۍ مشرې، الیزابت مننګم بولر دا رړ کړې چې ګواکې دغې پېښې ته یې سترګې پټې کړې وې.

یوه ازاده پلټنه هغه ادعا ارزوي چې ګواکې برتانیا هم د مشکوکو ترهګرو په ځورولو کې د پاکستان په ګډون په نورو هېوادونو کې لاس درلود .

دغه پلټنه چې مشري یې د استيناف محکمې پخوانی څارنوال ښاغلی پیټر ګیپسن کوي، په راتلونکو دوو میاشتو کې به خپل کار پيل کړي .

ښاغلی مشرف له ۱۹۹۹ تر ۲۰۰۸ پورې د پاکستان ولسمشر و، چې له امریکا سره د القاعدې پرضد جګړه کې یو لاس و .

د ترهګرۍ پرضد جګړې په اړه د بي بي سي دغه پروګرام ته ښاغلي مشرف وویل : ''موږ له خطرناکو خلکو سره مخامخ یو چې له هغوی باید مالومات ترلاسه کړو. ''

مشرف زیاته کړه :'' په نرمښت نه شو کولی چې مالومات ترلاسه کړو، نو پکار ده پلټونکو ته صلاحیت ورکړو.''

کله چې له ښاغلي مشرف وپوښتل شول چې تر هر حد چې کېدای شي د هغو تورنو ترهګرو پرضد له زور زیاتي کار واخیستل شي، چې خبرې نه کوي، مشرف په ځواب کې وویل چې ''تر یوه حده'' .

د زور زیاتي ردول

بنیامين محمد په ۲۰۰۲ کال کې په پاکستان کې د ترهګریزو عملیاتو ترسره کولو په تور ونیول شو او وروسته ګوانتانامو ته یووړل شول .

په محکمه کې دغه ایتوپیایي چې اته کاله یی په برتانیا کې ژوند کړی و، ادعا وکړه چې سرچپه راځوړند شوی، په متروکه وهل شوی او ملنډې به پرې وهل کېدې چې ګني اعدامېږي ،- په دی هر څه د برتانیا امنیتي ځواکونه پوهېدل .

هغه وایي چې د هغه اعترافونه دروغ او د زور زیاتي له کبله ول .

ځینې هغه بندیان چې د برتانیا د حکومت له پلوه ورته تاوان ورکړل شوی، ادعا کوي چې په پاکستان کې شکنجه شوي و او د دغه هېواد استخباراتو په اعتراف کولو مجبور کړي ول.

ښاغلی ډېوېډ اومانډ، د برتانیا د امنیت او استخباراتو هم غږي کوونکی د ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۵ پورې روښانه کړه چې برتانیا شکنجه ردوي .

هغه وویل : ''زه ډېر روښانه یم چې موږ نه پخوا او نه هم اوس په شکنجه کې لاس لرو، او زه اندېښمن نه یم چې هغه هېوادونه چې په دې مساله کې ښکېل دي، د پاکستان او د متحده ایالتونو په ګډون، په دی ښه پوهېدل چې د برتانیا پالیسي څه وه، هغه پالیسي دا وه چې موږ شکنجه نه کاروو او له نورو خلکو هم غواړو چې شکنجه وکاروي .''

خو ښاغلی مشرف وایي چې د هغه نه یادېږي چې د برتانیا حکومت هغه ته ویلي وي چې ای اېس ای برتانوي وګړي شکنجه نه کړي:

''هېڅکله نه، یو وارې هم نه، زما نه یادېږی،.ښایي هغوی به غوښتل چې موږ شکنجې ته ادامه ورکړو ځکه چوپه خوله د موافقې مانا لري.''

خو د اېم ای ۵ پخوانۍ مشرې مننګم بولر وویل: ''چوپه خوله د موافقې مانا نه لري''

هغې دا رد کړل چې ګواکې برتانیا په شکنجه کې لاس درلود او زیاته یې کړه: '' زما په اند دا یوه بله لویه پوښتنه را پورته کوي . القاعده یو نړیوال ګواښ دی . موږ ضرورت لرو چې له القاعدې سره د مبارزې لپاره له نورو استخباراتي شبکو سره خبرې وکړو.''

''موږ باید په دې اړیکو کې محتاط او ځیر اوسو، خو که دا تصمیم ونیسو چې موږ په هېڅ حالت کې هم له دغه ۵۰ هېوادونو سره په دغه هکله خبرې و نکړو، نو موږ قصداً تصمیم نیسو چې معلومات تر لاسه نه کړو .''

Image caption بنیامین محمد د کیوبا په ګوانتانامو زندان کې څلور کاله تېر کړي دي .

په خپلې لومړنۍ ټلوېزیوني مرکې کې آغلې مننګم بولر په صداقت سره وویل چې د برتانیا استخبارات د ۲۰۰۱ د ستمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته له ننګونو سره مخامخ دي، او هغوی هڅه کوي چې برتانیا له ترهګریزو بریدونو وژغوي .

کله چې ترې و پوښتل شول چې ایا هغه په دې خبره وه چې امریکایان په خپلو پلټنو کې له پرمختللو تخنیکونو څخه کار اخیست، وویل: ''تر ډېرې مودې پورې ترې خبره نه ومه، هغوی دا خبره له خپلو متحدینو او خلکو پټه کړې وه .''

ګوانتانامو ته د پلټنو د څارنې لپاره د اف بي آی یو استول شوی کارکوونکی وايي چې پر ځینو میتودونو چې هلته کارېږي د تلوېزیون یو پروګرام اثر درلود.

جیم کلیمنټ چې د اف بي آی د د تحلیل په برخه کې کار کوي، وايي چې یوې افسرې هغه ته ویلي ول : ''هغې د څینو میتودونو مفکوره چې په ګانتانامو کې یې کارولې له ۲۴ تلویزوني سریال څخه زده کړې وه .''

دغه کار د باور وړ نه او غصه پاروونکی دی، چې یو کس به دومره احمقانه کار وکړي .

ورته مطالب