ګواتیمالا: ولسمشرۍ ته د کاندیدېدو په مقابل کې طلاق

ساندار توریس د انځور حقوق AP
Image caption ساندرا توریس د بې وزلۍ پروړاندې د حکومت د پروګرامونو څارنه کوله .

د ګواتیمالا ولسمشر الفارو کولوم او د هغه ښځې 'ساندار توریس' په رسمي توګه له یوبل څخه د طلاق اخیستو وړاندیز کړی، چې د چارواکو په وینا توریس د خپل مېړه ځایناستې کېدل غواړي .

توریس وړاندې ویلي وو چې د راتلونکې سپتمبر میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د خپل واکمن ګوند له خوا کاندیده ده، خو د ګواتیمالا اساسي قانون د ولسمشر ډېرو نژدې خپلوانو ته د هغه د ځایناستۍ لپاره اجازه نه ورکوي .

قانوني چارواکو ویلي کولوم او توریس له یو بل څخه د جلا کېدو (طلاق) رسمي وړانديز کړی دی .

د سترې محکمې ویاند ادوین اسکوبار ویلي دغې جوړې (مېړه او ښځې) د کورنيو مسایلو یوه اړوند څېړونکي قاضي ته د روان مارچ پر ۱۱مه د جلاوالي وړاندیز کړی دی .

د واکمن ګوند د مخالف 'ملي ګوند' کاندید اوتو بیریز پر کولومو او توریس د دسیسې جوړولو تور پورې کړی .

بیریز ټينګار کوي چې د دواړو جلاوالی ددې لپاره کافي نه دی چې ګني د ولسمشر پر نژدې خپلوانو قانوني بندیز لګول شوی، خو په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د ګواتیمالا د اساسي قانون د محکمې له خوا کېږي .

توریس د خپل مېړه د واکمنۍ پرمهال په عامه ژوند کې رغنده رول لوبولی دی، داسې چې د بې وزلۍ پرضد مبارزه کې یې د حکومت د پروګرامونو څارنه کوله .

ځینې په دې اند دي چې توریس ډېر داسې واکونه لري، چې څوک پرې خبر نه دي .

که چېرې د اساسي قانون محکمه توریس ته د کاندیدېدو اجازه ورکړي، نو د بیریز مولینا له سختې سیالۍ سره به مخامخ شي .

بیریز مولینا د پوځ یو مخکینی جنرال دی، چې تر ډېره د جرمونو پروړاندې د کلکې مبارزې ژمنې کوي .

ورته مطالب