لېبیا: ټريپولي سختو چاودنو ولړزاوۀ

لېبیا د انځور حقوق Reuters
Image caption رپوټونه وايي دغه چاودنې د شنبې پر ګهيځ وختې وشوې .

د لېبیا په پلازمېنه طرابلس او ټريپولي ښارونو کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي .

رپوټونه وايي، د شنبې پر ګهیځ سختې چاودنې وشوې .

سیمه ییزو اوسېدونکو اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، د تاجورا په ختيځه سیمه سوروبا کې سختې چاودنې شوې دي .

پر دغه سیمه د نړیوال ایتلاف بمباري هم شوې وه .

امریکا، برتانیا او فرانسه په دغو عملیاتو کې رغنده رول لري.

بل خوا د امريکا پوځ وايي د ډگروال قدافي پر ځواکونو شويو گوزارونو د هغوى عملياتي وړتيا کمه کړې، خو لا هم جنگېدلى شي.

مرستيال اميرالبحر ويليام گورتني په دفاع وزارت کې د معلوماتو د وړاندې کولو پر مهال وويل داسې شواهد ورسره شته چې ښيي ډگروال قذافي داوطلبانو ته د وسلو د وېش هڅه کوي.

هغه همداراز ناټو ته د عملياتو د قوماندې پر سپارنه هم خبرې وکړې.

د امريکا له دفاع وزارت – پنتاگون څخه د بي بي سي خبريال اندريو نارث په خپل رپوټ کې وايي، د لېبيا له پاسه د امريکا او متحدو هيوادو الوتنې مخ په ډېرېدو دي. ځينې يې د نه الوت سيمه څاري، نورې يې پر ټانکونو او توپچي ډزې کوي.

ددغو الوتنو شاوخوا نيمايي لا هم امريکايي دي، خو پر ځمکه حالاتو کې دومره بدلون ندى راغلى او د ډگروال قذافي ځواکونو لا هم پر داسې سيمو لکه عجبيه او د ياغيانو تر ولکې لاندې ښار – مېسراتا بريدونه جاري ساتلي دي.

د پنتاگون وياند وويل، پر اکمالاتي کتارونو د نړيوالې ټلوالې له بريدونو سره سره هم ډگروال قدافي کولى شي چې عجبيې ته نور پوځيان واستوي.

مرستيال اميرالبحر بېل گروتني وويل، د امريکا پوځ د ناټو قوماندې ته د نه الوت سيمې د څار په سپارلو کې پرمختگ کړى دى.

د عملياتو مشرۍ ته کاناډايى افسر، ډگرجنرال چارلس باوچرډ غوره شوى دى.

خو يوه وياند وويل چې د ډگروال قذافي پر ځواکونو د مخامخ يرغليزو عملياتو پر قومانده لا خبرې روانې دي او سملاسي به لا هم د امريکا په لاس کې پاتې وي.

د انځور حقوق AP
Image caption امریکا، برتانیا او فرانسه په دغو عملیاتو کې رغنده رول لري.

آن که دا قومانده ناټو ته وهم سپارل شي بيا به هم پکې د امريکا ونډه د استخباراتي معلوماتو د ټولولو اوپه نورو حمايتي برخو کې ارزښتناکه وي.

د قوماندې دا اوسنۍ وېشل شوې بڼه له هغه څه سره چې تر څو کاله دمخه پورې په افغانستان کې وه، ورته والى لري.

هلته هم ناټو د سوله ساتو عملياتو مشري کوله او امريکايي ځواکونو جلا يرغليز عمليات پر مخ بيول. خو د چارو دا بڼه گرانه بلل کېده او په پاى کې ټول عمليات د امريکا تر واحدې قوماندې لاندې راوستل شول چې اوس يې مشري د جنرال ډېوېډ پټرېياس پر غاړه ده.

ورته مطالب