فرانسوي الوتکو د لېبیا ۵ الوتکې او دوې چورلکې ویجاړې کړې

. د انځور حقوق BBC World Service
Image caption فرانسه د لوېديځ ایتلاف هغه لومړی هېواد و چې د لېبیا پر حکومتي تاسیساتو یې برید پیل کړ .

فرانسه وايي جنگي الوتکو يې د ډگروال قدافي پر ځواکونو يوه بريد کې يې د لېبيا لږ تر لږه پنځه حکومتي الوتکې او دوه چورلکې ويجاړې کړې دي.

يوه فرانسوي وياند وويل چې دا الوتکې د 'مصراتا' په يوه هوايي اډه کې له منځه تللې دي.

'مصراتا' په لوېديځه لېيبا کې د ياغاينو د ولکې يواځينى لوى مرکز دى چې دا څو ورځې له بريدونو سره مخامخ و.

ياغيانو د لېبيا مهم ساحلي ښار اجدابيه د ډگروال قدافي له ځواکونو رالاندې کړ.

له هغه مهاله چې لوېديځو هيوادو د لېبيا له پاسه د نه الوت سيمه جوړه کړې، دا لومړنى مهم ښار دى چې د ياغيانو په لاس کېوځي.

عيني شاهدانو لسگونه گاډي او ټانکونه ليدلي چې يا ويجاړ شوي او يا شړ پاتې دي. ويل کېږي چې ياغيان اوس لوېديځ پلو د بېرقا پر لور د پرمختگ هڅه کوي.

د بي بي سي يو خبريال اييان پانېل د لېبيا له ختيځ نه په خپل رپوټ کې وايي چې په اجدابيه کې نن يوه بېسارې ښادي روانه وه.

توپکو ډزې کولې، هارنونه بوغېدل او د انقلاب درې رنگى بېرغ بيا د ښار له پاسه په رپېدا راغلى و. د لسگونو پوځي گاډو سکاره شوې ټوټې هرې خوا پرتې دي او د مهماتو صندقونه او توغندي ترې ياغيانو راټول کړيدي.

پوځي جامې او بوټونه ځاى پرځاى پرېښودل شوي او په هوا کې د مرگ غليظ وږم چلېږي. گرانه ده چې دلته د ټولو وژل شويو شمېر دې وموندل شي. خو هرو مرو پکې ځينې ولسي وگړي او د دواړو خواوو جنگيالي شته دى.

د انقلاب هڅوونکې ترانه په اجدابيه کې د بري او ښاديو په دې ورځ د يوه موټر له راډيو نه لوړه راغږېږي.

خو دا د ملگرو ملتو د پرېکړې له مخې د ولسي وگړو د دفاع لپاره د برتانوي او فرانسوي الوتکو بمبارۍ وې چې د ځواک توله يې په دې ځاى کې د ياغيانو په گټه واړوله.

ورته مطالب