پر لېبیا د عملیاتو مسؤولیت ناټو ته وسپارل شو

لېبیا د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د لېبيا د حکومت وياند موسى ابراهيم وايي پر لېبيا د لوېديځ مداخله به دغه هېواد له اوږدو ستونزو سره مخامخ کړي.

په داسې حال کې چې پر لېبیا د پوځي عملیاتو مسؤولیت ناټو ته سپارل شوی، د قذافي د پلرني ښار 'سرت' هوايي بریدونه شوي او مخالف وسله وال د لوېديځ پر لور پرمختګ کوي .

ناټو ټلوالې موافقه کړې چې پر لېبيا د پوځي عملياتو مسؤوليت واخلي .

د ټلوالې مشر اندرس فو راسموسن په يوه وينا کې وويل چې د ملگرو ملتونو دامنيت شورا د پرېکړه ليک هر اړخ به عملي کوي .

په دغه برخه کې د ملکيانو د ژوند د خونديتوب لپاره د پوځي عملياتو کول، پر لېبيا د وسلو پلورلو بنديز او د لېبيا پر فضا د نه الوت سيمې څارنه راځي .

ددغه وروستي موافقه ليک عملي کول به څو ورځې وخت ونيسي خو د اوس لپاره به د ځينو پوځي عملياتو کنټرول د امريکې له متحدو ايالتونو، برتانيا او فرا نسې سره پاتې وي .

ددغې پوځي ښکېلتيا د سيستم د قيق جزئيات ترا و سه پورې نه دي په ډاگه شوي، خو د ناټو د قومندې د سيستم په خوا کې به دارنگه د عربي دولتونو په گډون په دغه جگړه کې د ټولو ښکېلو هېوادونو د استازو د لوړې کچې يوه کمېټه هم په جلا توگه موجوده وي .

بل خوا، ټاکل شوې چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ملت ته د تلويزيوني وينا له لارې پر لېبيا د امريکا د بريد او مداخلې په تړاو د خلکو پوښتنو ته ځواب ووايي .

خو د شنبې پر ورځ د دفاع وزير را رټ گېټس وويل چې په لېبيا کې د متحدو ايالتونو پراخې ملي گټي نه شته، خو دهغه په باور دغلته نا ارامي په شاوخوا سيمه په ځانگړې توگه د مصر او تونس پر حالاتو نېغ اغېز لري.

دارنگه، د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وويل چې پر لېبيا ځکه بريد وشو چې ناټو ته د نژدې ملگرو ملي گټې پکې وې .

دغه دواړه امريکايي چارواکي د لېبيا په جگړه کې د روان پرمختگ په اړه خوشبين وو .

د انځور حقوق Reuters (audio)
Image caption د ټلوالې مشر اندرس فو راسموسن په يوه وينا کې وويل چې د ملگرو ملتونو دامنيت شورا د پرېکړه ليک هر اړخ به عملي کوي .

ښاغلي گېټس وويل چې پوځي عمليات په تدريج سره خپلې موخې ترلاسه کوي :

''زه فکر کوم موږ په بشري برخه کې ډېر پرمختگ کړي دارنگه د قذافي د زغره والو گاډو او د 'بنغازي' پر لور د هغوى د پرمختگ وړتيا په ډېر ښه ډول له منځه يووړل شول.

اوس به موږ پر قذافي خپل نظر ساتو ځکه تر اوسه هم هغه په ډگر کې ځواکونه لري. خو واقعیت دا دى چې هغه او ځواکونه يې دا مهال تر سخت فشار لاندې دي. داسې نښې نښانې ښکاري چې هغوى د لوېديځ پرخوا روان دي .''

خو دد فاع او بهرنيو چارو وزيرانو ونه ويل چې دغه عمليات به تر کومې روان وي او يا ددوى پلان څه دى چې دقيقاً کله به ښاغلى قذافي له واکه لېرې شي .

د قذافي پر پلرني ښار برید

خو دغلته په لېبيا کې نړيوالو ځواکونو د معمر قذافي په پلرني ښار 'سرت' هم په لومړي ځل بريد کړي .

رپوټونه وايي چې په دغه سيمه کې د ښاغلي قذافي ځواکونه هڅې کوي چې ځانونه سمبال کړي.

پر همدې مهال په لېبيا کې ياغيان د هېواد له ختيځه د لوېديځ پر لور چټک پر مخ روان دى او تېره ورځ يې د 'بريقه' ښار له نيولو وروسته د 'بن جواد' او 'راس لانوف' مهم ښارونه هم د معمر قذافي له ځواکونو ونيول .

د انځور حقوق AP
Image caption د تېرې یکشنبې پر ورځ ياغیانو د 'بريقه' ښار له نيولو وروسته د 'بن جواد' او 'راس لانوف' مهم ښارونه هم د معمر قذافي له ځواکونو ونيول .

د ښاغلي قذافي مخالف وسله وال د نيول شويو ښارونو په اړه خوښي ښکاروي او وايي چې همداسې به پر مخ روان وي .

خو له ياغيانو سره په پرمختگ کې لويه مرسته د ټلوالې هوايي ځواک کوي .

د لېبيا د حکومت وياند موسى ابراهيم وايي پر لېبيا د لوېديځ مداخله به دغه هېواد له اوږدو ستونزو سره مخامخ کړي:

''دا لومړى ځل نه دى چې تاسو پر هيواد د ديموکراسۍ د عملي کولو لپاره بريد کوﺉ . او دا لومړى ځل نه دى چې تاسو ناکامېږﺉ، نو هغه څه چې موږ وايو دادي چې موږ به د لېبيا د سياسي، تولنيز او اقتصادي سيستم په چوکاټ کې خپل برخليک ټاکو . توغندي او بمونه به هېوا د د عراق په څېر په کورنۍ جگړې، نا امنۍ و ناخوښۍ کې ښکېل کړي. خلک په غوصه دي، د کرکې احساس لري او دا د ديموکراسۍ لپاره ښه فضا نه ده.''

ورته مطالب