د 'ناسم پوهاوي' له کبله ۱۳ پاکستاني پوځيان ووژل شول

پاکستاني پوځيان
Image caption د خیبر د حکومت یوه چارواکي اقبال خان وویل، د پوځيانو دغه کاروان په درو ګاډو کې له خپل ماموریته د ستنېدو په حال کې و چې اورپکو برید پرې وکړ .

د افغانستان پولې ته څېرمه په خیبر ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځيانو ترمنځ د ناسم پوهاوي له کبله په ډزو کې لږترلږه ۱۳ پوځيان وژل شوي دي .

وړاندې رسنیو رپوټ ورکړی و، چې ګني طالبانو امنيتي سرتېرو ته کمین نیولی و .

د پاکستان په شمال لوېديځ کې د پوځ یوه قومندان جنرال اصف یاسین مالک ویلي د هاوان یو توغندی پوځيانو په ناسمه توګه توغولی، چې بېرته پر همدوی راپرېوتی دی .

حکومت ویلي په وژل شوو کې یو جګړن او بل د سرحدي ځواکونو د کنډک قومندان هم شته .

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د القاعدې او اورپکو له خوا پر پاکستاني پوځيانو تر دې مخکې هم څو ځلې مرګوني بریدونه شوي .

د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې اسلام اباد افغان پولې ته څېرمه د اورپکو پرضد څو څو وارې پوځي عملیات پیل کړي دي .

ورته مطالب