برتانوۍ مسلمانه، که د نړۍ د ښکلا ملکه

شانا بخاري
Image caption شانا بخاري وايي خوب به یې هله په حقیقت بدل شي، چې د نړۍ د ښکلا ملکه وټاکل شي .

لومړۍ برتانوۍ مسلمانه نجلۍ او جامې جوړوونکې ښکلا د ملکې لپاره ځان چمتو کوي او ادعا کوی چې سږ کال به په برتانیا کې د نړۍ د ښکلا ملکه ټاکل کېږي .

۲۴ کلنه شانا بخاري چې دا مهال په مانچسټر کې اوسېږي، وايي چې د برتانیا د ښکلا د سیالۍ وروستي پړاو ته په رسېدو سره یې یولړ له توپیره ډک پیغامونه ترلاسه کړې دي .

پاکستانی الاصله، خو په بلاکبیرن کې ښار کې زیږېدلې شانا بخاري وايي، په برتانیا کې مسلمانان باید خپل ژوند د لوېديځ ژوند پر ډول جوړ کړي .

شانا ټينګار کوي کله چې د ښکلا ملکه اعلان شي، خوبونه به یې رښتیا شي، خو په وینا یې دا کال له ديني لارښوونو سره په ټکر کې دی .

دغه برتانوۍ مسلمانه او د کالیو جوړولو ډيزاینره پرخپل ځان نیوکه نه مني، او هڅه کوي چې د اسلام په چوکاټ کې د نړۍ د ښکلا ملکه شي .

دا وايي: ''ځینې داسې پیغامونه مې ترلاسه کړي، چې راته وايي په دې کار سره ته مسلمانه نه یې . خو وایم چې دا کار زما له مسلمانۍ سره کوم تړاو نه لري، له دې کبله د خلکو دا ډول نظر مې ډېره ځوروي.''

د لامبو جامې

ځینې اسلامي ډلې شانا اسلام ته په نه درناوي تورنوي.

د شانا ځینې هغه جامې د ځینو مسلمانانو د غصې لامل شوې، چې د لامبو په جامو کې یې په یوه سیالۍ کې ګډون کړی و .

د 'رمضان' په نامه په برتانیا کې د مسلمانو ځوانانو د چارو د یوې مؤسسې غړی محمد شفیق په سیالۍ کې د شانا په ګډون کولو خپله نیوکه داسې په ډاګه کوي:

''اسلام د ښځو د جامو په اړه روښانه تګلاره لري، هغه دا چې باید ستر لرونکې جامې ولري، او باور نه کوو چې د لامبو په نریو او لنډو جامو کې ستا راڅرګندېدل یو ښه کار دی .''

نوموړی زیاتوي: ''موږ ښکاره نظر لرو چې ستا دا کار مناسب نه دی. ګڼې ښځې هم په دې اند دي چې دغه سیالۍ چندان کار نه دی.''

شفیق مني، ښځې باید د خپلې خوښې جامې واغوندي، خو په وینا یې هغه چې په لوېديځ هېواد کې ژوند کوي، باید د اسلام درناوی هم په پام کې ونیسي.

ورته مطالب